ابراهیم قالن : ترک ملت د کودتا پر خلاف د یو موټي کیدو سره نړۍ ته درس ورکړ
ترکیې ته د لوی ترهګر فتح الله ګولن د اعادې په برخه کې باید هیڅوک د مقامت ښودولو هڅه ونکړي
د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن وویل چې په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا د معمار فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت مشر فتح الله ګولن ترکیې ته د سپارولو په برخه کې مقامت ښودولو سپیناوی ګران کار دی.
هغه دا څرګندونې د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.
ابراهیم قالن د جولای د ۱۵ ناکامې کودتا د تشبص په اړه وویل چې « په نړۍ کې تر اوسه پورې په بل هیڅکوم هیواد کې د خلکو لخوا پدې ډول د شدیدې وسله والې کودتا د په شا تنبولو ساری لیدل شوی ندی. »
هغه ترکیې ته د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت د ساختار مشر فتح الله ګولن د اعادې د بهیر په اړه وویل چې ترکیې ته ددې لوی ترهګر او کودتاچي د سپارولو په برخه کې مقامت ښودولو سپیناوی ګران کار دی.
هغه د کودتا نه وروسته د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د هیواد د سیاسي ګوندونو د مشرانو غونډه ډیره مهمه وبلله او وویل چې « د ترکیې په سیاست کې دا ډول مطابقتونه او کډ دریځ ښودل ځانګړې اهمیت لري. دا ددې ښکارندويي کوي چې ددینه وروسته هر هغه د موازي دولت غړي چې په دولتي اداراتو او یا د خلکو په منځ کې د نفوذ هڅه وکړي پخپله د ملت لخوا به ورته غاښ ماتوونکی ځواب وویل شي. ددوی د هر ډول تشبص مخه به پخپله د ملت لخوا مخنیوی وشي.