ولسمشر اردوغان لوی درستیز او استخباراتو د مشر د استعفا مسله د بحث وړ هم نده.
ولسمشر اردوغان د فرانسې د فرانس ۲۴ تلویزیون سره مرکه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا پر مهال د استخباراتو ضعف شتون درلود خو دا ددې په معنا نده چې د استخباراتو مشر باید له دندې ګوښه کړی شي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د لوی درستیز او استخباراتو د مشر د استعفا مسله د بحث وړ هم نده.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د فرانسې فرانس ۲۴ تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې کودتاچیانو د تیرو ۴۰ کلونو راهیسې د هیواد په ټولو دولتي اداراتو کې د سرطاني حجرې په توګه ځای نیولی دی. د هر څه نه مخکې باید دا سرطاني حجرې تصفیه کړی شي.
ولسمشر اردوغان وویل چې پرون يي د استخباراتو د مشر سره لیدنه وکړه چې پدې لیدنه کې د استعفا په مسلې خبری ندي شوي.
ولسمشر اردوغان پدې اړه د درې نه د تیریدو پر مهال څوک اسپ نه بدلوي. هغه وویل چې لوی درستیز او د استخباراتو مشر به خپلو دندو ته دوام ورکړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې دا هم حقیقت دی چې په استخباراتو کې ضعف شتون درلود. پدې مسله به د لومړي وزیر، لوی درستیز او استخباراتو د مشر سره په هر اړخیزه توګه خبرې وکړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د استخباراتو ضعف یواځې په ترکیه کې نه بلکې د نړۍ په یو زیات شمیر پرمختللو هیوادونو کې هم شتون لري . د بیلګې په توګه د فرانسې، بلجیم، امریکا متحده ایالتونو او جرمني نه یادونه کولی شو. حتا په بلجیم کې د بریدونو پر مهال د ترکېې لخوا ورکړل شوو استخباراتو ته پاملرنه نه وه شوې. پدې هیوادونو کې د استخباراتو ریسانو له دندې استعفا نده کړې .
ولسمشر اردوغان په دولتي اداراتو کې د تصفیې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې « دا لا معلومه نده چې څو تنه به له دندو ګوښه کړې شي. فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د تیرو ۴۰ کلونو راهیسې په دولتي اداراتو کې ریښې ځغلولي دي . ددې ریښو د وچولو په خاطر چارې دوام لري.
ولسمشر اردوغان وویل چې د لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار یرغمل نوونکو نه یو تن هغه ته ویلي چې غواړي د خپل مشر فتح الله ګولن سره ورته اړیکه جوړه کړي. هغه دا وړاندیز رد کړی وو.