ولسمشر اردوغان د ناکامې کودتا نه وروسته د لومړي ځل لپاره د ملي‌ شورا نه لیدنه وکړه

اردوغان: د پې کاکا، پې وای ډي او داعش په څیر ترهګریزو ډلو لپاره تعریف موندلی شو خو د هغه چې خان اهل د معارف او دین ښايي‌ او بیا د ملت په ټانک، توپ‌ او الوتکو پخپله په ملت بریدونه کوي‌ ددوی لپاره د تعریف موندل ډیره ګرانه خبره ده.

535721
ولسمشر اردوغان د ناکامې کودتا نه وروسته د لومړي ځل لپاره د ملي‌ شورا نه لیدنه وکړه

د  ترکیې  ولسمشر  رجب طیب اردوغان   په هیواد کې  د جولای ۱۵مې ناکامې  کودتا  نه وروسته  د لومړي‌ ځل لپاره  د ملي شورا   نه  لیدنه وکړه. د ویلو ده چې  کودتاچیانو  د ملي‌ شورا   په ودانۍ  د  هوايي‌ بریدونو په پایله کې  ډیر زیات زیانونه اړولي‌  دي. 

ولسمشر اردوغان   دلته  خبریالانو ته  په هیواد کې  د کودتا  د دویمې  او دریمو څپو  اړوند  ګونګسو او ادعاګانو    ته په اشارې  سره وویل چې  « د کودتا د نورو  څپو اړوند  د ویروس  په څیر  ادعاګانې  ښکته پورته کیږي. وايي  دویمه  څپه  راځي‌ او دریمه  څپه راځي. په کودتاچیانو  غږ کوم  ، څه چې مو د لاسه  جوړ  وي‌ هغه وکړۍ. »

ولسمشر اردوغان  د ملي‌ شورا نه د لیدنې  پر مهال  د مراسمو په ځانګړي‌ سالون کې  د خپلې  وینا په ترڅ کې وویل «  هیځکله  مې نه غوښتل  چې  د دیموکراسۍ او حقوقو پر بڼسټ  ولاړ  د دولت  د پرزولو  په موخه  د ترسر شوې  وسله والې  خونړۍ  کودتا  د تشبص نه وروسته  د ملي‌ شورا نه لیدنه وکړم.»

ولسمشر اردوغان  وویل چې  د ملي‌ شورا  د ریس  ښاغلي  اسماعیل قهرمان  سره   مو هر اړخیزې  خبرې او ارزونې  وکړې. د ملي‌ شورا  تاریخي‌ ودانۍ ته د اوښتي‌ زیانونو له امله  ډیر خواشنی  شوم. د ترکیې  په ملي‌ شورا  بمباري‌ کوونکي‌ او په خپلو خلکو  بمونه ورونکي‌ ددې  ملت  بچیان  ندي. دوی  د عسکرو په جامه کې  ترهګر  دي.

ولسمشر اردوغان  وویل چې سره ددې چې  په ترکیه کې  د پې کاکا  بیلتون غوښتونکې  ترهګرې ډلې، په سوریه کې  ددې ډلې  څانګې  پي وی ډي  او داعش  ترهګرې  ډلې   ترمنخه ځیني‌ توپیرونه شتون ولري‌ خو  په عمومي‌ ډول  اهداف  يي‌ یو  شان  دي او تعریف يي هم  ګرانه خبره نده. خو  هغه  څوک چې  ځان    اهل د معارف   او دین  معرفي‌ کوي‌ او وايي‌ چې  د وسلو سره  هیڅډول رابطه  نلرو    او بیا  د ملت  په پیسو اخیستل شوي‌ وسلې پخپله  د ملت پر خلاف کاروي‌  ددوی تعریف  ډیر ګران کار دی. ځکه  چې دوی ته  لپاره  توصیفي‌ کلمو موندل  ډیره ګرانه خبره ده.  خو  دومره  باید ووایو چې  دوی  په خپل ملت  د توپونو ، ټانکونو او الوتکو سره  برید کوونکي‌ خاینین، بې ناموسه، سپکي‌‌ او بې  وصفه  انسانان  دي. 

ولسمشر اردوغان  د فتح لله ګولن ترهګریز سازمان  او د هغه  د مشر نه  د وجود  په ټولو حجرو کې  د ځای نیوونکي‌ ویروس  په توګه یادونه وکړه  او وویل چې  دا وجود  په هر ډول چې کیږي‌ باید   ددې  ویروس  نه  پاک کړی شي. 

ولسمشر اردوغان وویل چې  انشاالله چې    په ډیر  کم  فرصت کې  به  هیواد ددې ویروس  نه وژغورو.

ولسمشر اردوغان  د بیړنی حالت  قانون ته په اشارې سره وویل چې  د بیړنی  حالت  د قانون لایحه  د پارلمان لخوا د رایو په اکثریت سره  تصویب شوه.  هغه وویل چې  د بیړني حالت  قانون په ځانګړې توګه په ننیو شرایطو کې   یوه ضروري‌ خبره وه. 

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  د بیړنی  حالت د اعلانولو نه موخه  په هیواد کې  د ډیموکراسۍ د بهیر  لا ګړنډي  کول،  د کودتاچیانو پر خلاف   د مبارزې په خاطر  په چټکه  توګه  د قانونونو  تصویبول او انشاالله چې  ټول هیواد  هر څه ژر  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او نورو ترهګرو ډلو نه  ژغورل دي. 

ولسمشر  اردوغان  د ترکیې اقتصاد په اړه هم  ارزونې  وکړې. 

هغه وویل چې دولت  په بڼسټیزو   او نورو برخو  پانګه اچونو ته دوام ورکوي او پانګه  اچونې به پرته د ځنډه دوام وکړي. هغه په پانګه والو هم   پانګه اچونو  د دوام  غږ وکړ.

ولسمشر اردوغان  د اقتصادي‌ درجه بندیزو د ادارې  ستند ایند پورز  چې  دوه ورځې  د مخه يي  د ترکیې اقتصادي‌ لمبرې  راټیټې کړې  غږ وکړ، تاسې ته يي‌ زمونږ  په اقتصاد کې  څه  دي. تاسې  څوک  یاست، خپل سرحد وپیژنئ،  تاسې  د ترکیې په  اړه  د پریکړې  کولو  صلاحیت نلرۍ. د هر څه نه مخکې  ترکیه  ستاسې غړیتوب  نلري. ولسمشر اردوغان  دا پریکړه  یوه سیاسي‌ پریکړه وبلله  او وویل چې  د دې ډول پریکړو  یواځنی  لامل  د ترکیې سره دښمني‌‌ده.  



اړوند خبرونه