د جولای د ۱۵مې ناکامې کودتا په اړه د ولسمشر اردوغان د ویاند سره ځانګړې مرکه

د ولسمشر اردوغان ویاند د جولای د ۱۵ مې کودتا په اړه د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون پوښتنې ځواب کړې

535979
د جولای د ۱۵مې ناکامې کودتا په اړه د ولسمشر اردوغان د ویاند سره ځانګړې مرکه

په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه نیټه د وسله والو ځواکونو په لیکو کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د غړیو او ترهګرو لخوا  د منتخب حکومت پر خلاف د کودتا اقدام  وشو.  دا اقدام  ناکامه شو  ځکه چې  خلک د ډیموکراسۍ نه  د دفاع  په خاطر  میدانونو ته  راووتل. دادی  اوس  په هیواد کې د دریو میاشتو لپاره  بیړنی حالت اعلان شو. یو  زیات  شمیر انسانانو سره   ددینه وروسته به په ترکیه کې څه پیښ شي  په څیر پوښتنې پیدا شوي دي. دې پوښتنو ته د ځواب موندلو په خاطر مونږ  د بهرني سیاست په برخه  کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سلاکار  او د ولسمشر د ویاند ابراهیم قالن سره  مرکه کړې ده  چې ستاسې پام ورته رااړوم.

ښاغلی  ابرهیم  قالن  د ټي آر ټي ورډ  یو په یو خپرونې ته ښه راغلاست.  لکه څرنګه چې تاسې هم پوهیږي  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د یوې اوږدې مودې راهیسې  د موازي دولت  په اړه چې  په  هیواد  کې ډیموکراسۍ  او ملي امنیت ته ستر ګواښ مخامخ کړی دی  یادونه کوله. پداسې حال کې  چې  داسې  یو لوی  تهدید  وجود  درلود  څه ډول  وشول چې  دې ډلې  سرحد  کودتا  پورې  ورسید؟ آیا دا کودتا  د اسخباراتو د ضعف له امله رامنځته شوې ده ؟

ابراهیم قالن : هو د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان یا موازي دولت ډوله  د اوږدې مودې راهیسې په ترکیه کې  په ورانکارانه فعالیتونو  بوخت  ول. په ځانګړې توګه  د ۲۰۱۳ کال د دسمبر  د ۱۷ او ۲۵ مو نیټو  اقداماتو نه وروسته  دې ترهګریز سازمان او موازي دولت ډلې د هیواد ملي امنیت ته ستر ګواښ مخامخ کړ. د هغې نیټې نه راپدیخوا  پدې اړه  جدي تدابیر ونیول شول. د هغې نیټې نه راپدیخوا  ددې ترهګریز سازمان  د غړیو د تثبیت او د دولتي اداراتو نه  د تصفیه کولو په خاطر  جدي  ګامونه پورته شول. ددې ستونزې د حل په خاطر  بهیر پیل شوی وو. د وسله والو ځواکونو په لیکو کې  د فتح الله ګولن ترهګرو لخوا د کودتا اقدام  ددوی د ورانکارانه فعالیتونو وروستۍ حلقه وه. د ویلو ده چې  د وسله وال ځواکونو په لیکو کې  یوې کوچنۍ  ډلې د کودتا د اقدام  وکړ  چې له بده مرغه په یوې خونړۍ  پیښې بدله شوه.

د ترکیې په سړکونو او میدانونو کې  منظرو ته په کتو سره ددې ډلې  اصلي  څیره او غداري  ټولو ته د ایینې په څیر  ښکاره شوه. د جولای د ۱۵ مې کودتا پر مهال مو په هیواد کې  د داسو منظرو شاهدي وکړه چې تر ننه پورې پدې هیواد کې  کله هم چا نوه کړې. ددې هیواد  د وسله والو ځواکونو په لیکو کې  ځای په ځای شوو یوې ډلې  د عسکرو  په جامه ترهګرو د خپلو وسلو میلونه  د خپلو هیوادوالو په لورې واړول او په هغوې  د مرمیو بارانونه وکړل. بې وسلو او معصوم  انسانان يي په لارو او کوڅو کې په شهادت ورسول. پدې پیښو کې  لږ تر لږه  ۲۴۶ تنه په شهادت ورسیدل  او څه باندې ۲ زره تنه  ټپیان شوي دي. که چیرې  د مرګ ژوبلې شمیرې ته وکتل شي  ډیره لویه ستونزه ده. د جولای د ۱۵ مه شپه  یوه تورتم  شپه  وه. په تورتم کې  تورتم  کودتا پیل شوه  او ړڼا  په راختو سره  کودتا ناکامه شوه  او د ترکیې لپاره واقعي  ړنا  پیل شوه. اوسمهال  یو ځل بیا  هیواد د ورته یو اقدام سره  د نه مخامخیدو په خاطر  قانوني  تدابیر نیول کیږی. ددې تدابیرو د بریالیتوب  په خاطر  لومړی باید  د هیواد په ټولو دولتي اداراتو اردو، قضايي ، امنیتي  او ټولو  ارګانونو کې  ددې ترهګرې ډلې  غړي  او پلویان  تثبیت او تصفیه کړې شي. دا تصفیه  په ترکیه کې د ډیموکراسۍ، ملي امنیت او استقرار او حقوقو په خاطر  یو لازمي  او ضروري ګام  دی. که چیرې  د کودتا  اقدام په اړه  بحث وکړو  ،  پدې اړه ځیني جدي تدابیر نیول شوي وو. خو بیا دا هم  پیښه رامنځته شوه. داسې ښکاري چې  نیول شوي تدابیر کافي نه وو.

د کودتا د ناکامولو په برخه کې  ترک  ملت په نړۍ کې بې ساری  شهامت او میړانتیا  وښوده. زما  په اند ترک ملت نړۍ ته  د ډیمورکراسۍ په برخه کې  ډیر مهم پیغام ورکړ. ترک ملت  نړۍ ته  د ډیموکراسۍ، ازادۍ او حقوقو ته د درناوي  په برخه کې ډیر مهم  پیغامونه  ورکړل.

مننه ښاغلی  ابراهیم : هو  ترک ملت کودتاچیانو ته ډیر فوق العاده ځواب ورکړ. لکه څرنګه چې تاسې  هم یادونه وکړه نورو هیوادونو کې  هیچا داسې  فکر نه کولو چې په ترکیه کې به خلک پدې اندازه د دیموکراسۍ نه دفاع وکړي. پوښتنه داده  کله  چې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د خلکو نه د کودتاچیانو پر خلاف لارو، سړکانو او میدانونو ته د وتو غوښتنه وکړه  آیا  حکومت  پدې اندازه د خلکو لخوا د ولسمشر غوښتنې ته د لبیک ویلو او میدانونو ته د راوتلو تمه  درلوده؟

ابراهیم  قالن : د کودتا د پيلیدو پر مهال  لومړی  مونږ  ددې تشبص  د اغیزو د معلومو هڅه کوله. په لنډه موده کې  دا معلومه  شوه چې  لومړی  په انقره او استانبول کې  یوې ډلې عسکرو  د کودتا په اقدام  لاس پورې کړی دی . کله چې  پدې پوره باوري  شو چې  دا کودتا  ده  سمدلاسه ولسمشر اردوغان  د تلویزیون له لارې  هیوادوالو ته وینا وکړه  او د هغوې نه يي د کودتاچیانو پر خلاف  لارو او میدانونو ته د راوتو  او د دیموکراسۍ نه د دفاع کولو غوښته وکړه. د الله ډیر شکر دی چې  دا  حرکت په لنډه موده کې په یو افسانوي غورځنګ بدل شو . که چیرې حقیقت ووایو  هیچا  پدې اندازه  فکر نه کولو. هیچا فکر نه کولو  چې  کودتاچیان  دې پدې اندازه  پست، جاني او قاتلان وي. د کودتا د پیل او د کودتاچیانو د چلند  سره ټول د شوک سره مخامخ شوي وو خو په لنډه موده کې  هیوادوال لارو او میدانونو ته راووتل  او د کودتاچیانو ملا  يي ماته کړه. پدې وخت کې  ټولو  د بري  احساس وکړ.

مننه ښاغلی  ابراهیم : د کودتاچیانو پر خلاف د ملت غبرګون  په واقعیت سره چې بې ساری وو ، د کودتا نه  یوه اوونۍ تیریږي خو اوس هم  خلک په لارو او میدانونو کې د ډیموکراسۍ  نوبت ته دوام ورکوي. خلک اوس هم  شپې او ورځې په میدانونو کې تیروي. ستاسې په نظر  ددې خبرې راض په څه کې دی؟ د حکومت په سیاستونو کې  او که  د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه  د خلکو په ملاتړ کې.

ابراهیم قالن : د هر څه نه مخکې باید ووایو چې ددې خبرې تر ټولو  ستر لامل  په ترکیه کې ډیموکراسۍ او حقوقو ته  درناوی دی. مونږ په ترکیه کې په ۱۹۶۰، ۱۹۷۲  او ۱۹۸۰ کلونو کې د عسکري کودتاګانو شاهدي کړې ده . په ترکیه کې دا لومړی ځل دی چې  د ملت لخوا د عسکري کودتا مخه نیول کیږي. په ترکیه کې خلک د یو پلو نه  د کودتا مخه  نیسي  او د کودتا د مخنیوي مبارزه کوي  او د بله پلوه  د ورته  اقداماتو د تکراریدو  د مخنیوي هڅه کوي. ټول هیوادوال په یو غږ او یو اواز  ددې خبرې په ټینګار وايي ، هر څه چې کیږي  دوی به  د هیواد او دیموکراسۍ نه  د دفاع په خاطر  په میدانونو کې  پاتې کیدو او د ډیموکراسۍ  نوبت ته به دوام  ورکړي.

د هیواد ولسمشر ښاغلي رجب طیب اردوغان  یواځې کودتاچیانو ته نه بلکې  ټولې نړۍ ته پدې اړه  د غوڅ پیغام ورکولو  په خاطر  د هیوادوالو نه  په میدانونو کې د ډیموکراسۍ  نوبت ته د دوام ورکولو غوښتنه کوي.

که چیرې  تاسې په میدانونو کې  د دیموکراسۍ نه  د دفاع په خاطر  په غونډو کې وګورۍ  یواځې  یوه برخه نه  بلکې د هیواد د هرې  برخې او طبقې نه پکې  خلک  موجود دي. د بیلابیلو ګوندونو، بیلابیلو نظریو  او بیلابیلو اډیالوژۍ  خاوندان به وګورۍ.

د کودتا نه وروسته  د خلکو یووالي او اتحاد ته په کتو سره  په واقعیت سره  د ترکیې خلک  په ملي مسایلو کې  ټول  خپل سیاسي  ، عقیدوي  او اډیالوژیک  بدلونونه یو لوري ته پریږدي   او یو موټی کیږي.

همداشان  په ترکیه کې ټولو سیاسي ګوندونو هم  د کودتا پر خلاف  ډیر غوڅ  دریځ  وښود چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې او د ټولو نه يي د ښودلي  غبرګون او دریځ له امله جلا جلا مننه وکړه.

البته چې دا مسله  په میدانونو هم مثبته اغیزه کوي. د بیلګې په توګه په ترکیه کې  د کودتا په شپه  ټولو هیوادوالو  دا مهمه  نوه چې د کوم ګوند پلویان دي  غبرګون وښود  او لارو او میدانونو ته راښکته شول. هو دا هم  حقیقت  دی چې  د هیوادوالو د منسجمولو او ادارې په برخه کې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان  په رول  لوبولو باید سترګې پټې نشي. د کودتا  د ناکامیدو  او لارو او میدانونو ته د خلکو د راوتو  تر ټولو مهم  لامل  د ولسمشر اردوغان لخوا په خلکو غږ کول وو.

د ولسمشر اردوغان پیغام  خلکو ته د رسولو په برخه کې  هم  لږ  وخت  ولګید. ځکه چې کودتا چیانو د هر څه نه مخکې  ستاسې  دفتر  د ترکیې ملي راډیو تلویزیون اداره اشغال کړه. د انټرنټ او تلویزیوني خپرونو د قطع کولو په خاطر يي د هیواد د مخابراتو په شبکې ترکسات يي هوايي بریدونه وکړل. خو خلکو  او حکومت ددې ټولو  ستونزو مخه ونیوله  او د ولسمشر اردوغان پیغام يي ټولو هیوادوالو ته ورسو. همداشان  ولسمشر اردوغان په ډیره  لنډه موده کې پخپله  استانبول ته راورسید  او اداره په لاس کې ونیوله.

مننه  قالن صیب : قالن صیب  لکه څرنګه چې ګورۍ  د یو پلو نه  خلک  لارو او میدانونو ته وتلي دي  او د خپل حکومت په ملاتړ  لاریونونه کوي  او د بله پلوه  بیا  بیړنی حالت اعلان شوی دی. د ترکیې مخالف سیاسي ګوندونه هم  ددې پریکړې نه ملاتړ کوي  خو  د نړۍ ځیني هیوادونه  بیا  ډول ډول  څرګندونې کوي. د بیلګې په توګه  په ترکیې  د اعتدال  غږ کوي. په ترکیې  حقوقو ته د درناوي  غږ کوي او یا داسې نور. ستاسې په نظر  د نړۍوالې ټولنې  دا غبرګون او نیوکې  پر حق  دي.

ابراهیم قالن : د هر څه نه مخکې  په ترکیه کې بیړنی حالت  د کودتا د ناکام اقدام نه وروسته اعلان شوی دی . دا حالت  د ترکیې  د اساسي قانون  د ۱۲۰ او ۱۲۱ مو مادو له مخې اعلان شوی دی. د ترکیې اساسي قانون  دا حق  حکومت ته  ورکوي. حکومت د خپل قانوني حق  نه  په استفادې سره  دا پریکړه وکړه او پریکړه يي د هیواد ولسي جرګې ته  وړانډې کړه. لکه څرنګه چې پوهیږۍ د بیړني حالت  د قانون لایحه یواځې د واکمن ګوند نه بلکې  د مخالفو د رایو سره  په ولسي جرګه کې  تصویب شوه. یعنې په لنډه توګه که ووایو د ترکیې حکومت  چې هر ګام پورته کوي هغه  د قانون او حقوقو په چوکاټ کې پورته کوي. تر اوسه پورې  د حقوقو د چوکاټ نه بهر هیڅډول  ګام ندی پورته شوی  او ددینه وروسته به هم  پورته نشي.

لکه څرنګه چې  ګورۍ  د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې  ویته ورته پریکړې  کیږي. بیړنی حالت اعلان کیږي. ترکیه هم  مجبوره وه چې  دا ګام پورته کړي. لنډه موده  مخکې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو په لیکو کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اړوند د یوې ډلې  ترهګرو لخوا د ناکامه کودتا وشوه. د ترکیې  په قضايي او نورو ارګانونو کې  یو زیات شمیر برخو ددې کودتا نه ملاتړ کړی دی  او د کودتا لپاره يي زمینه برابره کړې ده .

د کودتا د ناکامیدو نه وروسته نن ورځ  د حساب  ورځ  ده. په کودتا کې ګډون کوونکي، د کودتا پلان جوړونکي، د پلان عملي کوونکي، د کودتاچیانو همکاران، د کودتاچیانو سره د بهر نه مرسته کوونکي  او په ترلاسه شوو اسنادو او شواهدو کې  هغه کسان  چې  د کودتا د بریالي کیدو نه وروسته يي د کودتاچیانو سره د مرستې ژمنه کړې وه ټول یو  یو  تثبیتیږي  او د خپلو اعمالو په سزا رسول کیږي. دا ټول د حقوقو په چوکاټ کې  ترسره کیږي.

کله  چې  حکومت  ددې کسانو د نیولو هڅه کوي  نړۍواله ټولنه  نیوکې کوي. هغوې وايي چې  څنګه  کیدای شي  چې تاسې پدې لنډه موده کې پدې اندازه  کسان  تثبیت او نیولی دي. لکه څرنګه چې ما مخکې هم  یادونه وکړه  په ترکیه کې  د یوې اوږدې مودې راهیسې د فتح  الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف په تدابیرو نیولو پيل شوی وو. د هغوې  د تثبیت چارو دوام درلود. ددې کسانو د تثبیت په خاطر  بهیر  دوام درلود. په کودتا کې  کډون کوونکو ټول جنرالان پدې ښه پوهیدل  چې  د اګست په میاشت کې جوړیدونکي  د عالي عسکري شورا په غونډه کې  دوی  یا تقاعد ته  سوقیدل  او یا هم  ترفیح ګانې نه ورکول کیدې. کیدای شي چې دې جنرالانو  خپل وروستۍ چانس  ازمایلی وي. فکر يي کړی وي چې راځه  خپل وروستی چانس وازمایه . ځکه چې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د غړیو سره  تل  د کودتا  فکر  شتون درلود. که چیرې  د نړۍوالې ټولنې نه پوښتنه وشي  د هغوې په اند  د فتح الله ګولن په نامه کوم سازمان شتون نلري. دا سازمان ښوونځي، تلویزیوني کانالونه، خبري رسنۍ، بانکونه، شرکتونه او بالاخره  داسې یو لوی زنځیر  او امپراتوري  نلري. ددوی  دا څرګندونې  پخپله ددې ښکارندويي کوي چې  د ګولن نه  ملاتړ کوي  چې د همدې له امله  مونږ د هغوې نیوکو ته په جدي سترګه نه ګورو.

ځینو برخو  ادعا کړې ده چې دا کودتا  یوه حقیقي  کودتا نوه  او دا  یوه جعلي  کودتا او جوړه شوې سناریو وه. دوی  ادعا کوي  چې دا کودتا  د اردوغان د لا قوي کولو په خاطر  ترسره شوې ده . هغه برخې  چې  تل په مونږ  نیوکې کوي  دې ادعاګانو ته  د جدي  مسلې په توګه  کتنه کوي. زه فکر نه کوم چې  دا ادعاګانې دې چې  لویدیځوالو خبري رسنیو لخوا شوې وي. ځکه  دا خبره ددې په معنا  چې څوک ووايي چې د سپټمبر د ۱۱مې  بریدونه  د امریکا  د دولت لخوا شوي وو  او یا  د فرانسې  د نیس  په ښار کې  خونړی برید پخپله د حکومت لخوا شوی وو. مونږ دې ډول ادعاګانو ته  په جدي سترګه نه ګورو. خو له بده مرغه چې نن  د ترکیې پر وړانډې  ځیني خصمانه حرکاتو شاهدي کوو. د ترکیې پر وړانډې  د یک بام او دوو هوا  د مسلې نه کار اخیستل کیږي. دا ډول بې ځایه او بې بڼسته  ادعاګانې هم د بعضو لخوا جدي اخیستل کیږي  او سمدلاسه  خبره  حقوقو او ازادیو ته  راښکدل کیږي.

نن ورځ چې په ترکیه کې  کومه  پریکړه کیږي  هغه د ډیموکراسۍ او حقوقو نه د دفاع په خاطر کیږي. د بیړني حالت د اعلانولو د پریکړې موخه هم  په هیواد کې  د حقوقو، ډیموکراسۍ او ازادۍ نه  دفاع ده . دا بیړنی  حالت  د دولت لپاره دی د ملت لپاره ندی. د دې بیړني حالت سره  د هیوادوالو په ژوند کې هیڅډول کوم تغیر  نه راځی. برعکس  هر څه به  نورمال حالت ته راوګرځي. د ویلو ده چې په فرانسه کې هم  د تیر کال د خونړیو پیښو نه وروسته بیړني حالت د اعلانولو پریکړه وشوه. د بیړني حالت موده  څو ځلې  وغځول شوه . په فرانسه کې بیړني حالت د خلکو په ژوند هیڅډول کومې اغیزې ندي کړي . همداشان په ترکیه کې به هم  اغیزې ونکړي. په فرانسه کې د نیس په ښار کې د خونړۍ پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته حکومت د څلورم ځل لپاره  د بیړني حالت موده وغځوله. دا ځل يي د ۶ میاشتو لپاره وغځوله. دا په اصل کې د فرانسې د حکومت  مشروع حق  او پریکړه  ده  او هیڅوک پدې د نیوکو حق نلري. دا بیړنی حالت یواځې  د کودتاچیانو او د هغوې  د پلویانو لپاره اعلان شوی دی .

مننه ابراهیم قالن : لکه څرنګه چې  پوهیږۍ  ترکیې  د فتح الله ګولن د اعادې په خاطر  امریکا ته  لازم  اسناد او شواهد  تسلیم کړل. اوس  ترکیه د امریکا نه څه انتظارات او توقعات لري. بعضې  سیاسي شننونکي وايي کیدای شي چې امریکا متحده ایالتونو ددې مسلې  په ترکیې د فشارونو په خاطر د یوې الې په توګه کار واخلي . تاسې پدې برخه کې نظر لرۍ؟

ابراهیم قالن : ترکیې ته د فتح الله ګولن د اعادې په خاطر  قانوني  بهیر  پیل شوی دی چې باید پایته ورسیږي. ترکیې  د یوې ډیرې اوږدې مودې راهیسې امریکا متحده ایالتونو  ته  د نوموړي د اعادې په خاطر  یادونه کوله. خو د جولای د ۱۵ مې کودتا نه وروسته  د اسناد او شواهدو  نه جوړه دوسیه  امریکا ته وسپارل شوه. ددې اسناد لومړنۍ برخه  د بهرنیو چارو د وزارت لخوا  د امریکا د عدلیې وزارت ته واستول شوه. ددېنه وروسته  لا زیات شواهد  ټولیږي  او امریکا ته سپارل کیږي. د ترکیې  توقعات دادي  چې  امریکا  دې مسلې جدي پاملرنه وکړي  او ددې مسلې وخامت په نظر کې ونیسي. د قانوني مراحلو د سرته رسیدو نه وروسته زمونږ  انتظارات  ترکیې ته د فتح الله ګولن اعاده کول دي. نن ورځ د حقوق پوهانو په اند  امریکا  ترکیې ته د ګولن د اعادې په خاطر  ډیر زیات لاملونه لري. هیله کوو چې دا بهیر  هر څه ژر سرته ورسیږي.

مننه  قالن صیب : داسې  اوازې دي چې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو ساختار له سره  جوړيږي. که ددې په اړه مونږ ته معلومات راکړۍ.

ابراهیم قالن : لکه څرنګه چې  ټول پوهیږي  د هیواد د وسله والو ځواکونو  په لیکو کې یوې ډلې  ترهګرو ځای نیولی وو. ددوی د تصفیې په خاطر چارې دوام لري. دا تصفیه  هیواد یو ځل بیا د داسې یوې کودتا سره د نه مخامخیدو په خاطر کیږي.

په پام کې لرو  چې  د هیواد  د وسله والو ځواکونو د ساختار په برخه کې ځیني مهم ګامونه پورته شي. دا ګامونه  لومړی د عسکري ښوونځیو نه پورته کیږي. وروسته به د ښوونځیو نه  فارغیدونکي  افسرانو د ښه روزنې په برخه کې جدي ګامونه پورته شي. یو شي  ته باید  ډیره پاملرنه وکړو چې  هغه  د هیواد په وسله والو ځواکونو د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د غړیو یوې کوچنې ډلې  ترهګرو  او نورو عسکرو ترمنځه  توپیر  کول دي. ددوی ترمنځه باید توپیر وکړو.

ځکه  چې  اردو د ترک  ملت  اردو  ده . همداشان په اردو کې د هیواد صادقه بچیان ددې مسلې په اړه ډیر خواشیني دي. همداشان ددوی  پدې خطر هم ډیر ښه پوهیږي. اوس  په وسله وال پوځ کې  جنرالان  مجبور دي چې د ساختار  نوی کړي. دا جنرالان  او حکومت پدې برخه کې  خپل مسولیتونه سرته رسوي. د اردو نوی ساختار به د ولسمشر لخوا چې  د وسله والو ځواکونو اعلی سر قومندان  دی  اداره شي. زه پوره باور لرم چې د ترکیې وسله وال ځواکونه به  د هر ډول تهدید  او خطر نه په ډیره ښه توګه وژغورل شي. هیواد  یو ځل بیا  د داسو ظلمونو سره د نه مخامخیدو په خاطر به  ځیني نور امنیتي تدابیر هم  ونیول شي.

ډیره مننه ښاغلی  قالن :

د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا د اقدام نه وروسته  د ددې کودتا د شهیدانو د جنازو په مراسمو، غنډو او میدانونو کې هیوادوال د کودتاچیانو ته د اعدام د سزا ورکولو غوښتنه کوي. د بله پلوه  ځیني  برخې  بیا وایي چې د اعدام  سزا به ترکیه د اروپا نه لا پسې لرې کړي  او دغړیتوب په بهیر به منفي اغیزې وکړي. همداشان هیوادوال بیا وايي که چیرې  د اروپايي ټولنې غړیتوب  د ترکیې د افتخاراتو  او امنیت نه ډیره مهمه وي  زمونږ  پکار ندی. داسې ښکاري چې انسانان د اروپايي ټولنې د غړیتوب د بهیر نه سټرې شوي دي. تاسې پدې برخه کې څه نظر لرۍ؟

ابراهیم قالن : لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ترکیه د ډیرې اوږدې مودې راهیسې د اروپايي ټولنې د غړیتوب د ترلاسه کولو په خاطر کار کوي. کوم شرطونه  چې په ترکیې ایښودل کیږي  د ټولنې په نورو غړیو نه وو ایښودل شوي. د ۲۰۰۵ کال راهیسې  د اروپايي ټولنې د پوره غړیتوب د ترلاسه کولو په خاطر مذاکراتو ته دوام  ورکوو خو له بده مرغه چې بهیر  ډیر په کلاره  روان دی.

د یوې  او بلې بهانې سره  ددې بهیر پر وړانډې خنډونه جوړیږی. د ترکیې نه بهر نور انسانان باید  د ترکیې د خلکو د زړونو نه خبر شي. د ترکیې خلکو پدې خونړۍ او ناکامې کودتا کې  ۲۴۶ تنه بچي  د لاسه ورکړي دي. په ترکیه کې  خلک د خپلو هیوادوالو لخوا ووژل شول.

پداسې یو وخت کې د خلکو لخوا د کودتاچیانو او دې خایینو لپاره د اعدام د سزا غوښتل  نورماله خبره ده. خلک د پارلمان او حکومت نه  البته چې  د اعدام  د سزا غوښتنه کوي. همداشان ددې پوښتنې تر ټولو ښه ځواب  پخپله ولسمشر اردوغان  ورکړی دی. هغه ویلي دی چې حکومت او پارلمان باید د خلکو په غوښتنې غور وکړي. د خلکو په غوښتنو سترګې پټې نکړي. که چیرې ولسي جرګه پدې اړه کوم قانون پاس کړي دا حقیقي خبره ده چې د اروپايي ټولنې سره به ځیني ستونزې راپیدا شي خو پدې به بیا په هغه وخت کې خبرې وکړو.

ښاغلی  ابراهیم قالن  که چیرې  د ترکیې د خلکو غوښتنو ته وکتل شي  ، ستاسې په نظر د ټولنې سره  د غړیتوب د مذاکراتو  د دوام په خاطر  ټولپوښتنې ته اړتیا شته او که نه؟

ابراهیم قالن : کله څرنګه چې پوهیږۍ  د تیرو څو میاشتو راهیسې د ټولنې سره د مذاکراتو د بهیر د درولو او یا دوام په خاطر  د ټولپوښتنې په اړه  بعضې خبرې ښکته پورته کیدلې. د غړیتوب  د ترلاسه کولو د مذاکراتو د اوږدیدو  سره سم  په ترکیه کې  خلک  ددې بهیر نه  سټرې شول.

ددې خبرې لامل  د ترکیې په هر کال کې د ټولنې لخوا مداخله . لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ترکیې  او اروپايي ټولنې ترمنځه  د کډوالو د اعادې  اړوند تړون لاسلیک شو. ددې تړون له مخې  ټولنې باید  د ترکیې خلکو ته  د ویزې معافیت  راوستی وی  اما  له بده مرغه چې  ټولنې  پدې اړه  ډول ډول بهانې  او شرطونه رامنځته کړل. د ترکیې د قوانینو د بدلولو هڅه وکړه. اروپا داسې فکر کولو ګیني د ترکیې سره ښیګڼه کوي. په اصل کې  اروپا پدې نه پوهیږي  چې  ښیګنه  ترکیې ورسره کړې ده . ترکیه نن ورځ  د څه باندې  ۳ میلیونو تنو کډوالو کوربه توب کوي  او دا خلک  ټول په ترکیه کې  اوسیږي. ترکیې  اروپا ته د کډوالۍ بهیر مخه ونیوله. تیر کال  د اکتوبر په میاشت کې هره ورځ  به د ۶ نه نیولې تر ۷ زرو تنو پورې اروپا ته تیریدل  چې نن ورځ دا رقم  صفر ته رارسیدلی دی. ددې په مقابل کې باید  ټولنې ترکیې وګړو ته  د شینګڼ ویزې معافیت پیل کړی وی چې  له بده مرغه ډول ډول بهانې رامنځته کړې. ترکیې ته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون کې د بدلون  بهانه وکړه . پداسې حال کې چې پدې مسله کې اروپا د مداخلې حق نلري. ترکیه د پې کاکا ترهګرې ډلې سربیره د داعش سره هم  مبارزه کوي. همداشان  ترکیه د داعش پر وړانډې په مبارزه کې  د نړۍوال ایتلاف  فعاله غړی دی خو اروپا او بیا د پې کاکا پر خلاف په مبارزه کې  په هر څه سترګې پټوي. د پې کاکا ترهګرې ډلې یواځې د روان کال په دننه کې په ترکیه کې په سلګونو تنه بې ګناه انسانان په قتل رسولي دي. ترکیه د نوموړې ترهګرې ډلې پر خلاف مجبوره ده چې جدي مبارزه وکړي. پداسې یو حساس وخت کې چې ترکیه د پې کاکا پر خلاف په مبارزې بوخته ده  څه ډول کولی شي چې د ترهګرۍ پر وړانډې په قانون کې بدلون راولي.

مننه  ښاغلی  قالن  . په پای کې  ترک ملت او نړۍوالې ټولنې ته څه پیغام لرۍ.

ابراهیم قالن: د ترک ملت نه  د کودتاچیان پر خلاف  د ښودلي  شهامت او میړانیتا له امله د زړه کومې مننه کوم. همداشان نړۍوالې ټولنې هم  د کودتاچیانو پر خلاف د ترکیې د منتخب حکومت نه د ملاتړ  له امله منندو  یم.

ددې په هیله چې په ترکیه کې د دیموکراسۍ، ازادۍ  او حقوقو ته د درناوي د مبارزې نه  لا زیات ملاتړ وښايي.

 



اړوند خبرونه