د جرمني د مونیخ په ښار کې په یو سوداګریز مرکز د برید کوونکي هویت معلوم شو
د مونیخ برید هم د یو تنکي ځوان لخوا شوی دی
د جرمني د مونیخ په ښار کې په یو سوداګریز مرکز د برید کوونکي هویت معلوم شو.
پولیسو د برید کوونکی مړی چې ویل کیږي د برید نه وروسته ځانوژنه کړې وه موندلی دی. برید کوونکی ۱۸ کاله عمر لري او ایران الاصله الماني دی.
د ویلو ده چې پدې پیښه کې ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي چې د ۳ تنو روغتیايي حالت باریکه دی.
د مونیخ پولیسو ویلي دي چې برید د یو تن لخوا ترسره شوی وو. برید کوونکي د پیښې نه وروسته ځانوژنه کړې ده . د مونیخ پولیسو نن د سهار په وختي ساعتونو کې په سوداګریز مرکز چې ګمان کیده برید کوونکي پکې پټ دي عملیات ترسره کړل.
پولیسو د عملیاتو پر مهال د برید کوونکو نښه او نښانې نه وې موندلې. د برید کوونکي مړی وروسته وموندل شو.
د پیښې عیني شاهدانو د مړي د تشخیص نه وروسته ویلي دي چې برید د همدې کس لخوا شوی وو.
د برید لامل ناڅرګند دی .
پولیسو د برید په اړه پراخه څیړنې پيل کړي دي.
د ویلو ده چې درې ورځې د مخه هم په جرمني کې د یو تن ۱۷ کلن ځوان لخوا د ریل ګاډي په مساپرو د چړې او تبرګي برید وشو. پدې پیښه کې ۴ تنه سخت ټپیان شويوو. د تیر برید مسولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو او جرمني په نورو بریدونو ګواښلی وو.