په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا د شهیدانو شمیره لوړه شوه
په ترکیه کې د ناکامې کودتا له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې شمیره لوړه شوه
په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې وروستۍ شمیره اعلان شوه.
ددې خونړۍ کودتا د شهیدانو شمیره ۲۴۶ تنو ته او د ټپیانو شمیره ۲۱۸۵ تنو ته لوړه شوه.
دا شمیره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رویټرز خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې اعلان کړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترک ملت د خپلو وینو په بدل کې دا کودتا ناکامه کړه. ترک ملت د کودتاچیانو د ټانکونو ، توپونو او الوتکو پر وړاندې خپلې سینې سپر کړې او د ډیموکراسۍ نه يي دفاع وکړه. ترک ملت د کودتاچیانو د درولو او مخنیوي په خاطر خپل خواږه ځانونه د هغوې د ټانکونو لاندې کړل او پرته د تردد نه يي ددې ملت د بقاء او دیموکراسۍ نه د دفاع په خاطر ځانونه قرباني کړل.
هغه وویل په خواشینۍ سره چې ددې خونړۍ پیښې د شهیدانو شمیره ۲۴۶ تنو ته او د ټپیانو شمیره ۲۱۸۵ تنو ته لوړه شوې ده .