ترکیې د جولای د ۱۵ مې د ناکامې کودتا په اړه د یونان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې محکومې کړې
ترکیه : د جولای د ۱۵ مې کودتا اړوند د یونان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو نه د بد نیت د یو اقدام په توګه یادونه کوو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په هیواد کې د جولای د ۱۵ ناکامې کودتا اړوند د یونان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ.
د یونان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا او په قبرس د ترکیې د سولې د حرکاتو سره رابطې جوړولو هڅه کړې وه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوناني د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو نه د بد نیت د اقدام په نامه یادونه وکړه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د یونان په ترکیه کې د رامنځته شوې دې حساس وخت نه د ګټې اخیستو په خاطر د هر ډول بې ځایه او بې بڼسټو څرګندونو نه د ډډه کولو او د ګاونډي په توګه د ډیموکراتیک او همغږۍ د روح سره د حرکت کولو تمه کوو.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د ترکیې په اړه د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس کوزیاس څرګندونې محکومو. په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې د یونان د بهرنیو چارو د وزیر لخوا په ترکیه کې د رامنځته شوې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا او په قبرس کې د ترکیې د ضمانت د حق مسلې سره تړاو ورکول محکومو. نوموړې څرګندونوې په خفیف تعبیر سره د بد نیت ښکاره اقدام دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ګاونډي هیواد یونان نه هیله لرو چې ددې منفورې کودتا نه د ګټې اخیستو هڅه او په اړه يي د بې ځایه څرګندونو نه ډډه وکړي. یونان باید د ګاوندي هیواد په توګه د همکارۍ او همغږۍ د روح سره حرکت وکړي.