وسله وال ځواکونه په هر فرصت کې د ملت نه مننه کوي
وسله والو ځواکونو داځل د ملت نه د قرارګاه په ټولو بورډونو کې « حاکمیت د ملت دی » د پیغام په خپورو سره مننه وکړه
د ترکیې لوی درستیزوالۍ په خپلو ټولو نورمال او الکترونیک بورډونو کې
« حاکمیت د ملت دی » پيغام خپور کړی دی .
په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ناکامې کودتا په ورځ د لوی درستیزوالۍ قرارګاه د څو ساعتونو لپاره کودتاچیانو لخوا اشغال شوې وه.
کودتاچیانو د لوی درستیزوال ستر جنرال خلوصي اکار په ګډون یو زیات شمیر قومندانان یرغمل نیولي او نامعلوم ځای ته يي بیولي وو.
ددې پرمختګ نه وروسته ملت د خپلو وینو په بدل کې د لوی درستیزوالۍ د قرارګاه په ګډون ټولې هغه سیمې چې د کودچیانو لخوا اشغال وې وژغورلې. هیوادوالو د کودتاچیانو د توپ ، ټانک او الوتکو په مقابل کې خپلې سینې سپر کړې او د هغوې دا شومه کودتا يي ناکامه کړه .
لوی درستیزوالۍ د ملت ددې میړانتیا نه ددې پیغام په خپورولو سره مننه وکړه.
د لوی درستیزوال ستر جنرال خلوصي اکار په امر په ټولو بورډونو کې د ترکیې د بیرغ ترڅنګ حاکمیت د ملت دی پیغام خپور شو.