ولسمشر اردوغان د اوباما سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې
امریکا د ترکیې د حکومت نه د پوره ملاتړ اعلان وکړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا ولسمشر باراک اوباما سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې د امریکا ولسمشر اوباما پدې ټیلیفوني خبرو کې د جولای د ۱۵ مې کودتا ناکام اقدام په غندنې سره ویلي دي چې امریکا تل د ډیموکراسۍ پلوي کوي او په ترکیه کې هم د ترکیې ترڅنګ ولاړ او پلوي کوي.
اوباما د کودتا د ناکام اقدام پر وړاندې د ترک ملت غوڅ دریځ نه د ډیموکراسۍ سره د صداقت په توګه یادونه کړې ده او د کودتا اړوند په څیړونو کې د هر ډول همکارۍ تیاری ښودلی دی .
ولسمشر اردوغان اوباما ته یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې دا کودتا د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا شوې ده . ولسمشر اردوغان ویلي دي چې ترکیې ته د فتح الله ګولن د اعادې اړوند رسمي غوښتنلیک او اسناد امریکا ته سپارل شوي دي.
د امریکا ولسمشر اوباما ویلي دي چې د ګولن اړوند امریکا ته سپارل شوي اسناد به په جدي توګه د غور لاندې ونیسي.
د ویلو ده چې واشنګټن هم د ولسمشر اردوغان او ولسمشر اوباما د ټیلیفوني خبرو په اړه څرګندونې کړي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنیست ویلي دي چې د فتح الله ګولن د اعادې اړوند د ترکیې غوښتنلیک او اسناد دوی ته رسیدلي دي.
هغه ویلي دي چې دا غوښتنلیک به د دواړو هیوادونو ترمنځه د مجرمینو د اعادې اړوند د موجود تړون او د امریکا د قوانینو له مخې په ډیره جدي توګه وارزول شي.
ویاند ویلي دي چې د جولای د ۱۵ کودتا د څیړولو به برخه کې د ترکیې سره هر ډول همکاریو ته تیار یو.
د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک تونر بیا ویلي دي چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر فتح الله ګولن د اعادې اړوند رسمي غوښتنلیک دوی ته رسیدلی دی خو پدې اړه سمدلاسه پریکړه کول ناممکنه خبره ده. دا مسله لږ وخت ته ضرورت لري.
هغه ویلي دي چې د ګولن اعاده بهیر په یوه شپه کې سرته نه رسیږي.