په ترکیه کې د ناکامې کودتا د قربانیانو وروستۍ شمیره اعلان شوه
په ترکیه کې د ناکامې کودتا د قربانیانو او د نیول شوو کودتاچیانو وروستۍ شمیره اعلان شوه
په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه نیټه د ترسره شوې ناکامې کودتا د قربانیانو وروستۍ شمیره اعلان شوه.
د ناکامې کودتا په ترڅ کې د شهیدانو شمیره ۲۴۰ تنو ته لوړه شوه. ویل کیږي د ټپیانو شمیره بیا ۱۵۳۵ تنه اعلان شوې ده .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د جولای په ۱۵ مه نیټه د ترسره شوې ناکامې کودتا په پایله کې په انقره کې ۵۵ تنه پولیس، په استانبول کې ۵ تنه پولیس او په موغلا ولایت کې د ۲ تنو پولیسو په ګډون ۶۲ تنه پولیس، څلور تنه په انقره کې او یو تن په استانبول کې ۵ تنه سرتیري، ۷۸ تنه په انقره کې ، ۹۴ تنه په استانبول کې او یو تن په مالاتیا کې ۱۷۳ تنو ملکي وګړو په ګډون جمعا ۲۴۰ تنه په شهادت رسیدلي دي .
د ویلو ده چې پدې ناکامه کودتا کې ۱۵۳۵ تنه ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه ۱۲۴ تنه پولیس ، ۲۱ تنه عسکر او ۱۳۹۰ تنه ملکي وګړي دي. د ټپیانو نه ۶۲۳ تنه اوس هم په روغتونونو کې د درمنلې لاندې قرار لري او پاتې نور د درملنې نه وروسته رخصت شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د ناکامې کودتا د اقدام نه وروسته د کوتاچیانو د نیولو په لړۍ کې تر اوسه پورې ۸۶۶۰ تنه کودتاچیان نیول شوي دي.
د نوموړو ۸۶۶۰ تنو نه ۱۱۵ تنه جنرالان، ۱۳۵۰ تنه افسران، ۴۸۵۴ تنه عسکرو په ګډون ۶۳۱۹ تنه عسکري پرسونل دي. همداشان پدې چوکاټ کې ۲۱۰ تنه پولیس ، ۴۸۱ تنه څارنوالان او قاضیان او ۶۵۰ تنه ملکي وګړي نیول شوي دي.
د نیول شوو ۸۶۶۰ تنو نه د جمعآ ۹۹۰ تنه د محکمې لخوا زنداني شوي دي.
د زنداني شوو ۹۹۰ تنو نه ۱۷ تنه جنرالان، ۶۵ تنه د اردو افسران، ۳۴ تنه پولیس، ۵۸۳ تنه سرتیري، ۲۷۳ تنه څارنوالان او قاضیان او ۱۸ تنه ملکي وګړي دي.
د ویلو ده چې د کودتا پر مهال په انقره کې ۱۶ تنه او په استانبول کې ۸ تنه کودتاچیانو مړي د امنیتی ځواکونو لاسته ورغلي دي.