اردوغان په نړۍوالو خبري رسنیو نیوکه وکړه

ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د ترسره شوي ناکامې کودتا په اړه د نړۍوالې مډیا لخوا په غوره شوې دریځ او چلند سخته نیوکه وکړه

532564
اردوغان په نړۍوالو خبري رسنیو نیوکه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د چار شنبې په ورځ به د هیواد د ملي امنیت د شورا د غونډې نه وروسته  ډیرې مهمې  پریکړې  اعلان کړي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې  په استانبول کې د خپلې اقامتګاه په مخکې  راټولو شوو په سلګونو زرو تنو هیوادوالو ته وکړې. د ویلو ده چې د جولای په ۱۵ مه نیټه  د فتح الله ګولن  ترهګریز سازمان لخوا  د کودتا د اقدام نه وروسته  په سلګونو زره تنه هیوادوالو په استانبول کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  د کور په مخکې  د ډیموکراسۍ  نوبت  ته  دوام ورکوي.

ولسمشر اردوغان دې هیوادوالو ته په وینا کې وویل چې  د چارشنبې په ورځ به د ملي امنیت د شورا د غونډې نه وروسته د وزیرانو د شورا غونډه وکړه. ددې غونډو نه وروسته به ډیرې مهمې  پریکړې  د هیوادوالو سره  شریکې کړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د نوموړې ناکامې کودتا په اړه  حکومت  جدي ګامونو پورته کولو ته تیاری نیسي.

ولسمشر اردوغان ګډونوالو ته وویل چې « تاسې سره مو  ددینه مخکې هم  ژمنه کړې وه چې  ددې کودتاچیانو او خاینینو  سوړو، څمڅو او پټنځایونو ته  به ننوځو  چې دادی  نن ورځ  دا کار وشو. هغه وویل چې دا د کودتا مسله  کومه عادي مسله نده  د وطن مسله ده . مونږ  به دا وطن  دې ناڅرګند  خلکو ته  پرنږدو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د پولیسو په تشکیلاتو او قضايي ارګانونو کې  د فتح الله ګولن د تصفیې په اړه جدي ګامونه  پورته شوي دي او دوام لري . د عدلیې وزارت هم  د نوموړي ترهګریز سازمان په اړه مهمې دوسیې جوړې کړي دي.

لومړي وزیر اردوغان په ترکیه کې د ترسره شوي ناکامې کودتا اړوند د نړۍوالو خبري رسنیو په دریځ او چلند سخته نیوکه وکړه  او وویل ، ای بهرنۍ مډیا! کله چې په امریکا کې په اسمان څلو  بریدونه وشول  ایا تاسې  د اسامه بن لادن  سره  مرکه ترسره کولای شوه؟ که چیرې پدې وخت کې  چا د اسامه بن لادن سره مرکه کړي وای  نړۍ به څه ډول غبرګون ښودلی وی؟ خو  کله  چې نن ورځ  په ترکیه کې  د خونړۍ کودتا د اصلي معمار سره  په خپله کور کې  او په هغه ۴۰۰ جریبه  مځکه چې ستاسې لخوا ورته ورکړل شوې ده مرکه کوۍ  . ایا ستاسې په نظر  دا  سم  کار  دی؟ نړۍ  ددې په مقابل کې ولې  غږ نه لوړوي.

انشاالله چې نوی  بهیر به پیل کړو. ولسمشر رجب طیب اردوغان  دلته په سلګونو زرو تنو ته  د وینا  کولو نه وروسته  نیم ساعته ویدیويي پیغام خپور کړ.

د ولسمشر اردوغان  نیمه ساعته ویدیويي پیغام کې  پرون د شپې په نیمايي کې  خبري رسنیو ته واستول شو.

ولسمشر اردوغان پدې ویدیويي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د جولای په ۱۵ مه نیټه  د د خاینې او ناکامې کودتا د اقدام په ترڅ کې  په لوی درستیزوالۍ، پارلمان او ولسمشرۍ په ماڼۍ  برید کوونکي  د عسکرو په جامه کې  ترهګر دي.

هغه وویل چې  دوی  د عسکرو د باشرفه  یونیفورم  لاندې  پټ شوي  خاینین  دي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې  دا لومړی ځل دی چې  د کودتا اقدام  د ملت لخوا  ناکامیږي  او مخه نیول کیږي. هغه وویل چې دا پخپله  په ترکیه کې  د ډیموکراسۍ د قوت او طاقت  ښکاره او ژوندۍ بیلګه ده.

هغه وویل چې  په ډیموکراسۍ کې  د عسکرو ، پولیسو، قضايي ارګانونو کارکوونکو او مامورینو لخوا  د ترهګرو نه امر اخیستل  د منلو وړ خبره نده.

ولسمشر اردوغان پدې پیغام کې د هیوادوالو نه د هیواد د میړانه  او په وطن مینو بچیانو  او د کودتا کوونکو  جاني قاتلانو ترمنځه د توپیر کولو  او ټولو ته په یوه سترګه د نه کتلو غوښتنه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې  دې خاینینو چې  د دولت په ټولو ارګانونو کې  د سرطاني حجرو په څیر  ځای  نیولی دی  د تصفیې چارې دوام لري. د تصفیې چارې یواځې په امنیتي او قضايي ارګانونو کې  نه  بلکې  د هیواد په ټولو دولتي اداراتو کې  پیل شوي دي.

ولسمشر اردوغان  ددې خبرې په ټینګار وویل « هر هغه څوک چې  دا  د عسکرو په جامه  کې د ترهګرو د بې ګناه ثابتولو هڅه کوي  هغوې  ددې خونړۍ کودتا ملاتړ کوونکي  دي . دوی هم  حکمآ  ترهګر  دي . »

ولسمشر اردوغان وویل په نړۍ کې  چې  وطن ته د خیانت  کولو څه  جزا  وي  دوی ته به هم  هماغه  جزا  ورکړل شي.

ولسمشر اردوغان دې خبرې ته په اشارې سره وویل چې  د جولای د ۱۵مې نیټې نه راپدیخوا  د هیواد  او ټولنې  ټولو برخو کې  د ملي ارادې  نه  دفاع کړې ده .

ولسمشر اردوغان  پدې پیغام کې  د ناکامې  کودتا د شهیدانو، په کورونو کې  د اوښکو نه ډکو سترګو سره  د حکومت او دولت د بقاء په خاطر دعا کوونکو ، د ملت د شرف او ناموس نه  دفاع کوونکو ټولو سیاسي ګوندونو ، پولیسو ، د کودتاچیانو پدې خاین پلان کې ګډون نه کوونکو  عسکرو  او خبري رسنیو نه  د زړه له کومې  مننه وکړه.

ولسمشر اردوغان  په پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د هرې سختې نه وروسته  راحتي  او د هر تورتم نه وروسته رڼا  راځي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  دا خاوره به ددینه وروسته  په خپلو خلکو د ټانک او ټوپکو سره  برید کوونکي خاینین  ونه زیږوي. هغه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان نه  د پروژې په توګه یادونه وکړه. ددوی نه يي په پردو  خرڅ شوو ترهګرو په توګه یادونه وکړه.

هغه وویل چې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په څیر  چې د هیواد په ملي یووالي ، اتحاد او اتفاق  بریدونه کوي  ترهګرو ډلو پر خلاف به  له جدي  او سخته مبارزه وکړو.

 

 

 

 

 



اړوند خبرونه