د ملي امنيت د شورا مهمه غونډه
ټاكل شوې ده چې د تركيې د ملي امنيت د شورا مهمه غونډه سبا سهار ته په انقره كې د ولسمشر رجب طيب اردوغان په مشرۍ ترسره شي.
533075
ټاكل شوې ده چې د تركيې د ملي امنيت د شورا مهمه غونډه سبا سهار ته په انقره كې د ولسمشر رجب طيب اردوغان په مشرۍ ترسره شي.
پدې شورا كې په د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا په اړه بحث او خبرې اترې وشي.
ولسمشر اردوغان پرون خلكو ته د وينا پر مهال، د ملي امنيت په سبانۍ غونډه كې د يوې مهمې پرېكړې د كولو خبر وركړى وو د پرېكړې په اړه يې څه نه وو ويلي.
ټاكل شوې ده چې اردوغان به سبا ته د ملي امنيت د شورا د غونډې نه وروسته د وزيرانو شورا هم راټوله كړي.
د شورا د پرېكړو په اړه به سبا ته جزييات خپاره شي.