د اعدام په اړه د اردوغان څرګندونې
په تركيه كې د اعدام سزا په ۲۰۰۴م كال كې لغوه شوه او پر ځاى يې تر ټولو درنده سزا د مشقت سره د عمري بند سزا راغله.
په تركيه كې د اعدام سزا په ۲۰۰۴م كال كې لغوه شوه او پر ځاى يې تر ټولو درنده سزا د مشقت سره د عمري بند سزا راغله.
د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا نه وروسته په تركيه كې يو زيات شمېر كسانو د اعدام د سزا د بېرته نافذولو غوښتنې كړې وې.
ولسمشر اردوغان د امريكا د سي ان ان د ټلويزيون په يوې تازه مركه كې وويل چې كه چېرې د تركيې د پارلمان لخوا د اعدام د سزا په اړه قانون تصويب شي نو دى به يې هم توشېح كړي.
اردوغان چې په تركيه كې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې لخوا د ناكامې كودتا په اړه معلومات وركول وويل چې ``دا په ښكاره توګه وطن ته خيانت دى. كه چېرې د تركيې ملي شورا د اعدام د سزا په اړه قانون نافذ كړي نو دى به يې هم توشېح كړي.``
اردوغان همداراز په امريكا كې د د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د مشر په اړه وويل چې تركيې ته د نوموړي د سپارلو په اړه رسمي غوښتنه دوه ورځې وروسته ترسره شي.
دا لومړى ځل دى چې اردوغان د اعدام د سزا په اړه په ښكاره توګه د نظر څرګندويي كوي.