ترکیه  د جولای  د ۱۵ مې نیټې  د ناکامې  کودتا  شهیدان  خاورو ته  سپاري.

اردوغان د هیوادوالو نه میدانونو ته د وتو غوښتنه وکړه

531180
ترکیه  د جولای  د ۱۵ مې نیټې  د ناکامې  کودتا  شهیدان  خاورو ته  سپاري.

ترکیه  د جولای  د ۱۵ مې نیټې  د ناکامې  کودتا  شهیدان  خاورو ته  سپاري.

نن په استانبول کې  د جولای د ۱۵مې نیټې د ناکامې کودتا د شهیدانو نه د شپږو تنو جنازې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوې.

د نوموړو ۶ تنو د جنازې لمونځ  د استانبول  د فاتح په جامع جومات کې  ادا شو. د ازادۍ  د شهیدانو د جنازې په مراسمو کې  ولسمشر رجیب طیب اردوغان، پخواني ولسمشر عبدالله ګل، پخواني لومړي وزیر احمد داوود اوغلو ، د ملي شورا ریس اسماعیل قهرمان  ، یو زیات شمیر وزیرانو په لسګونو زرو تنو هیوادوالو ګډون کړی وو.

د جنازې د لمانځه  د مراسمو نه وروسته ولسمشر اردوغان  وینا وکړه . ولسمشر اردوغان په جنازه کې ګډونوالو ته وویل چې  د ترکیې د اتحاد، اتفاق، ملي یووالي دښمنانو  د جولای په ۱۵ مه نیته  د وسله والو اقدام سره  د حکومت د نیولو هڅه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترک  ملت  پدې شپه  د هیواد په څلورو ګوټونو کې  د کودتاچیانو پر خلاف  غږ لوړ کړ  او میدانونو ته  راووتل. زمونږ ځوانانو د کودتاچیانو د ټانکونو په مخ کې ځانونه واچول او د هیواد د ازادۍ په خاطر يي ځانونه قربان کړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې زمونږ  پیاوړي ملت  کودتاچیانو ته  دا وښوده  که چیرې تاسې توپ او ټانکونه لرۍ  زمونږ  قوي ایمان  لرو. د همدې قوي ایمان له برکته  د کودتا ناکامه شوه.

ولسمشر اردوغان وویل چې دا هیواد مقننه، قضایه او اجرایه قویې لري. د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  ددې دریو ارګانونو ترمنځه د جګړې  هڅه وکړه خو له نیکه مرغه  چې  خپلو موخو ته  ونه رسیدل.

ولسمشر اردوغان وویل دا ترهګرې ډلې چې  په قضايي ارګانونو کې  ریشې ځغلولې  وې  یو یو نیول کیږي  او د قانون منګولو ته  سپارل کیږي.

ولسمشر اردوغان کودتاچیانو نه  په وسله وال پوځ کې  د سرطاني دانې په توګه یادونه وکړه او وویل چې  دا ټول به تصفیه شي.

هغه  وویل چې دا هیواد وجود به ددې سرطاني دانې نه  ژغوري. ولسمشر اردوغان وویل چې  مونږ  ددینه مخکې هم  ویلي وو چې ددې خایینیونو  ټولې سوړو او څمڅمو ته به  ننوځو  او له نیکه مرغه چې دا کار وشو.

ولسمشر اردوغان  په هیوادوالو غږ وکړ چې دا عملیات په یو او یا دوو ورځو کې نه تمامیږي. هغه د هیوادوالو نه  میدانونه  د نه پریښودو  او لږ تر لږه  د یوې اوونۍ لپاره  میدانونو ته  د وتو غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه