لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون نه لیدنه وکړه
لومړی وزیر ییلدرم د ناکامې کودتا نه وروسته د لومړي ځل لپاره د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون نه لیدنه وکړه
د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د جولای په ۱۵ نیټه د ناکامې کودتا په ترڅ کې د کودتاچیانو لخوا د څو ساعتونو لپاره د ترکیې ملي راډیو تلویزیون د نیولو نه وروسته نن ملي راډیو تلویزیون نه لیدنه وکړه .
لومړي وزیر د مرستیال لومړي وزیر نعمان کورتولموش په ملګرتیا د ( ټي آر ټي ) د ستدیوګانو نه لیدنه وکړه.
هغه د ټي آر ټي د خبرونو د ادارې د ریس پوښتنې ځواب کړې.
لومړي وزیر ییلدرم وویل چې په هیواد کې ټول ستونزې د الله په فضل سره چې حل شوي دي . هغه د هیوادوالو نه د ژوند ورځنیو چارو ته په نورماله توګه د دوام ورکولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل چې د نوموړې ضد انساني کودتا په ناکامیدو کې تر ټولو رغنده رول د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان ولوبو. همداشان هغه د ترکیې د ملت، پولیسو او خبري رسنیو نه د دې کودتا د ناکامولو په لاره کې د لوبولي مهم رول له امله مننه وکړه.
لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په ټي ار ټي کې د هغه ستدیو نه چې د جولای د ۱۵ د ناکامې کودتا پر مهال پکې د کودتاچیانو لخوا د کودتا اعلامیه خپره شوې وه لیدنه وکړه. کودتاچیانو د کودتا د پیلولو نه سمدلاسه وروسته د ترکیې په ملي راډیو تلویزیون یرغل وکړ او کارکوونکې یرغمل ونیول. کودتاچیانو د وسلې په زور سره د ټي آر ټي په ویاندې خپله اعلامیه خپره کړه.
همداشان لنډه موده وروسته هیوادوالو د ټي ار ټي مخې ته راټول شول او ټي ار ټي د کودتاچیانو نه وژغوره.
هغه د ټي آر ټي د خبرونو د ادارې ریس ته وویل چې « یوه بله بلا هم دفع شوه. هغه وویل چې زمونږ چارې پایته رسیدلي ندي. ددینه وروسته د تصفیې وار دی. هغه وویل چې کودتاچیانو ته داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ شوی دی چې ددینه وروسته به بیا کله هم د ملي ارادې د خپو لاندې کولو هڅه ونکړي.
هغه یو ځل بیا په هیوادوالو غږ وکړ چې هیواد باید څو تنو غلو او ترهګرو ته پرينږدو. میدانونو ته راوځي او د خپل هیواد او ډیموکراسۍ نه دفاع وکړئ. هغه د نوموړې کودتا قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه.