د ولسمشر اردوغان سر یاور د نیولو امر وشو
د ولسمشر اردوغان د سریاور د نیولو امر وشو
531222
په ترکیه کې د کودتاچیانو د نیولو لړۍ دوام لري. پدې چوکاټ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سر یاور ډګروال علي یازي جي د نیولو امر هم شوی دی .
د یادولو وړ ده چې په ټوله ترکیه کې د نیول شوو کودتاچیانو شمیره د ۶ زرو تنو نه اوښتې ده. په نیول شوو کودتاچیانو کې ۳۴ تنه جنرالان دي. د نوموړو ۳۴ تنه يي درې تنه ستر جنرالان دي.