د ترکیې خلک د کودتاچیانو لپاره د اعدام غوښتنه کوي

ولسمشر اردوغان په استانبول کې د خپل اقامتګاه په مخکې راټولو شوو هیوادوالو ته وینا وکړه

531316
د ترکیې خلک د کودتاچیانو لپاره د اعدام غوښتنه کوي

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د هیواد پّ  پارلمان  او ولسمشرۍ په ماڼۍ   د بریدونو سره  د وطن په نامه کوم احساس او اندیښنه نه درلوده.

ولسمشر زیاته کړه چې  ټول  مجبور یو  چې  کودتاچي  ترهګرو پر خلاف  یو موټی شو. هغه زیاته کړه چې  دا وطن به هیڅوخت  دې ترهګرو ته  پرېنږدو.

ولسمشر اردوغان  په استانبول کې  د خپل اقامتګاه په  مخکې راټولو شوو هیوادوالو ته  وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د هیواد امنیتي ځواکونه عملیاتو ته دوام ورکوي. د هیواد په یو زیات شمیر برخو کې عملیات دوام لري.

ولسمشر اردوغان یو ځل بیا په امریکا  متحده ایالتونو د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر فتح الله ګولن  ترکیې ته د سپارولو  غږ وکړ.

د ولسمشر اردوغان د وینا  پر مهال هیوادوالو  کودتاچیانو ته د اعدام  غوښتنه وکړه. ولسمشر اردوغان  د هیوادوالو د غوښتنې په ځواب کې وویل چې  پدې مسله کې به خامخا پریکړه کوي.

« د ترکیې د دولت او حکومت په توګه  ستاسې  پدې غوښتنه  غور کوو. ستاسې  په غوښتنې سترګې پټولی نشو. په دیموکراسۍ کې  هر  هغه څه چې خلک  غوښتنه کوي هغه پرځای کیږي. زه  فکر کوم چې حکومت به ستاسې ددې غوښتنې په مسلې د مخالفو ګوندونو سره د خبرو کولو نه وروسته  خامخا یوه پریکړه وکړي. »

ولسمشر اردوغان یوځل بیا په هیوادوالو میدانونو ته د وتو او د میدانونو د نه پریښودو غږ وکړ.



اړوند خبرونه