د ترکیې د جاندارما ځواکونو عمومي قومندان د کودتاچیانو د منګولو نه وژغورل شو
په ترکیه کې د کودتاچیانو لویه برخه نیول شوي دي او د نورو د نیولو په خاطر عملیات دوام لري
د ترکیې د جاندارما ځواکونو عمومي قومندان ډګرجنرال غالب میندي چې د کودتاچیانو لخوا یرغمل نیول شوی او پټ ساتل شوی وو د ځانګړو عملیاتو په لاړ کې وژغورل شو.
د یادولو وړ ده چې د جمعې د ورځې د ماسخوتن په ساعتونو کې کودتاچیانو د کودتا تشبص د پوځ د مشرانو په یرغمل نیولو سره پيل کړ.
کودتاچیانو لومړی په ستر درستیزوالۍ برید وکړ او د ستر درستیزوال جنرال خلوصي اکار په ګډون یو زیات شمیر قومندانان يي یرغمل ونیول او نامعلوم ځای ته يي بوتلل.
لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار پرون د سهار په ساعتونو کې د ځانګړو پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژغورل شو. خو د جاندارما عمومي قومندان په ګډون د ځینو نورو قومندانانو په اړه معلومات نه ول.
همداشان پرون شپه بیا د جاندارما د عمومي قومندان د ځای په اړه د معلوماتو د ترلاسه کیدو نه وروسته د هغه د ژغورنې په موخه ځانګړي عملیات پیل شول.
کودتاچیانو د ترکیې د جاندارما د ځواکونو عمومي قومندان ډګر جنرال غالب میندي په پلازمینه انقره کې د اقنجي په نامه د جنګي جیټ الوتکو په څلورمې عمومي هډه کې پټ کړی وو.
په نوموړې هوايي هډې د عملیاتو د ترسره کیدو په پایله کې هغه وژغورل شوو او کودتاچیان ونیول شول.