د ترکيې د عدلیې وزیر د نیول شوو کوتاچیانو شمیره اعلان کړه
د ترکیې د عدلیې وزیر باقر بوداغ وویل چې تر اوسه پورې څه باندې ۶ زره کودتاچیان نیول شوي
د ترکیې د عدلیې وزیر د کوتا د ناکامیدو نه وروسته د کوتاچیانو د نیولو د بهیر په اړه معلومات ورکړل. د عدلیې وزیر د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې تر اوسه پورې څه باندې۶ زره تنه کودتاچیان نیول شوي او کیدای شي چې شاوخوا ۶ زره تنه نور هم ونیول شي. هغه وویل چې دا په ټول هیواد کې د نیول شوو کودتاچیانو شمیره ده. پدې کسانو کې جګپوړي عسکر، پولیس، ملکي ادارو کارکوونکي او ملکي خلک هم شتون لري.
هغه وویل چې د هیواد په ټولو ارګانونو کې د کودتاچیانو د تصفیې په اړه چارې دوام لري . د نیول شوو کوتاچیانو د محاکمې چارې هم پیل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې کیدای شي چې د نیول شوو کسانو هغه کسان چې بې ګناه ثابت شي هغوې به خوشې او مجرمین به زندانونو ته واچول شي. هغه وویل چې پدې کودتا کې ټول هغه کسان چې د ملکي وګړو پر خلاف يی اقدام کړی وي، وسلو میلونه يي اړولي وي، خلک يي وژلي او ټپي کړي وي خامخا به ددې حساب ورکوي.
د عدلیې وزیر وویل چې دا بهیر د ملت سره په ګډه دوام لري. دا د وطن خاینین به د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.
هغه وویل چې د نیول شوو کسانو په جمع کې ۳۴ تنه جنرالان دي چې ددوی تر ټولو جګپوړی د پوځ دویم قومندان ستر جنرال آدم حدوتي دی.
هغه زیاته کړه چې په نیول شوو کسانو کې د ترکیې د عالي عسکري شورا غړی او د هوايي ځواکونو پخوانی قومندان اکن اوزترک هم شتون لري. هغه وویل چې د ستر جنرال اکن اوزترک وطن ته په خیانت تورن شوی او محاکمه يي پیل شوې ده .