د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې د ترکیې د حکومت په ملاتړ مظاهرې دوام لري
د نړۍ د هر ګوټ نه د ترکیې د حکومت د ملاتړ غږونه اوچتیږي
د نړۍ په څلورو ګوټونو کې د ترکیې د حکومت په پلوي او د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوي کودتا پر خلاف مظاهرې کوي.
د انګلستان په پلازمینه لندن کې په سلګونو تنو چې په لاسونو کې د ترکیې بیرغونه درلودل په ترکیه کې د ګولن ترهګریز لخوا شوې شوې کودتا وغندله. مظاهره کوونکي چې د صدارات ماڼۍ په مخکې راټول شوي وو او د ترکیې بیرغونه يي رپول ژوندی دې وي اردوغان ، ژوندۍ دې وي ډیموکراسي ، کودتا نه غواړو او مرګ په کودتاچیانو په څیر شعارونه ورکول.
د جرمني د کولن په ښار کې د یاد شوي ښار او په شاوخوا ښارونو کې میشتو ترکانو د کودتا د غندې په موخه په ښار کې لاریون وکړ.
په فرانسه کې یوې ډلې لاریون کوونکو د ترکیې د نانتیس د ښار د قونسلګرۍ په مخکې کودتا په کلکو ټکو وغندله.
په ایټالیا کې میشتو ترکانو د هیواد په شمال کې د میلانو په ښار کې د ولسمشر اردوغان په ملاتړ او د کودتاچیانو پر خلاف لاریون وکړ.
په سویس کې هم د کوتاچیانو پر خلاف مظاهره وشوه.
په سلګونو تنه په جینیوا کې د ترکیې د قونسګلرۍ په مخکې راټول او د حکومت په ملاتړ يي لاریون وکړ.
د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې هم په سلګونو تنه د ترکیې د حکومت په ملاتړ او کودتاچیانو پر خلاف لاریون ترسره کړ. وروسته لاریون کوونکي د بلجیم د برینګن په ښار کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اړوند د یوې ودانۍ په مخکې راټول شول او د فتح الله ګولن پر خلاف يي شعارونه ورکړل.
د اتریش په پلازمینه ویانا کې څه باندې ۶ زره تنه راټول او د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف يي مظاهره وکړه.
همداشان د یونان د دیدي اغاچ په ښار کې چې ۸ تنه کودتاچیان ورته تښتیدلي وو هم په سلګونو تنو د کودتاچیانو پر خلاف مظاهره وکړه.
د ویلو ده چې دا مظاهره د دوستۍ مساواتو او سولې د ګوند په مشرۍ جوړه شوې وه. مظاهره کوونکي د دیدی اغاچ د هوايي دګر په مخکې سره راټول او د کودتاچیانو پر خلاف يي مظاهره وکړه.
همداشان په کوسووا، البانیا، بوسینا هیرزیګوینا ، هنګړي او یو زیات شمیر نورو هیوادونو کې هم د ترکیې د حکومت په ملاتړ مظاهرې وشوې.