کودتاچیانو د پارلمان ودانۍ باندې د بریدونو سره ودانۍ ته ستر زیانونه اړولي
کودتاچیانو د ترکیې په ملي شورا د بریدونو سره د پارلمان د ودانۍ لویه برخه په کنډوالې بدله کړه.
د ترکیې، ترک ملت او ډیموکراسۍ دښمنانو کودتاچیانو تیره شپه د پارلمان په ودانۍ ۷ ځلې بمونه ګوزار کړل.
د هیواد د پارلمان ودانۍ د نوموړو بریدونو له امله د پام وړ زیان لیدلی . د ویلو ده چې پدې بریدونو کې یو زیات شمیر پولیس او د پارلمان کارکوونکي ټپیان شول.
کودتاچیانو په ځانګړې توګه د پارلمان په ودانۍ کې د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د کار په دفتر بریدونه کړي دي.
د بریدونو په پایله کې د لومړي وزیر د کار د دفتر سربیره عمومي مجلس، کورډیپلوماتیک میلمنو ځانګړې ځای او یو زیات شمیر نورو برخو ته ستر زیانونه اوښتي.
د لومړي وزیر دفتر او پارلمان د تشریفاتو تاریخي دروازه د چا خبره لمنځه وړل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې د استقلال جګړې او د بهرني یرغل پر مهال چا د پارلمان په ودانۍ بریدونه کړي نه وو.
د ترکیې د پارلمان ودانۍ د جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک د لاس نښه او د هغه نه پاتې شوی میراث وو چې تیره شپه د کودتاچیانو لخوا ورته ستر زیانونه واوښتل.