د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې میدان ته راووت

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول د اتاترک هوايي‌ ډګر کې راښکته شو او د کودتاچیانو پر خلاف د هیوادوالو سره یو ځای شو

530247
د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې میدان ته راووت

د ترکیې  ولسمشر رجب  طیب اردوغان  د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې  راښکته شو.

ولسمشر اردوغان  د اتاترک په هوايي ډګر کې د هغه د هر کلي‌ په خاطر د راغلو په سلګونو زرو تنو هیوادوالو سره  ولیدل.

ولسمشر اردوغان  د اتاترک په هوايي‌ ډګر کې  د پیل شوې  کودتا  په اړه خبریالانو ته وویل چې  د هیواد په وسله والو ځواکونو  یوې  ډلې  چې  د موازي‌ دولت  لپاره يي کار کولو او د ترکیې  د پراختیا  او پرمختګ  دښمنان  ول  د ترکیې‌ او ترکیې  د ملت پر خلاف  په خیانت  او کودتا لاس پورې کړی دی .

ولسمشر اردوغان وویل چې   ددې کودتا  فاعلین  به  هر یو  د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي. هغه زیاته کړه چې  په هر شر کې هم  خیر وي. د الله په فضل او مرسته چې  پدې شر کې به هم  زمونږ  خیر وي. هغه دا چې  د هیواد په وسله والو ځواکونو کې  او نورو ادارو کې ځای په ځای شوي‌  او خاینین  یو یو معلوم  شو. 

ولسمشر اردوغان وویل  تاسې  وګورۍ  څو ورځې  مخکې  د داعش ترهګرې ډلې  د اتاترک په هوايي‌ ډګر  یرغل کړی وو چې  په لسګونو تنو پکې  ژوند د لاسه ورکړی وو  خو نن  دې د هیواد خاینینو په هوايي ډګر  یرغل وکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ  د ترکیې په یو زیات شمیر ښارونو کې  جنګي‌ الوتکو  زمونږ په یو زیات شمیر ادارو بمبارۍ وکړې. مونږ  دا الوتکې  د دښمنانو پر خلاف د مبارزې  په خاطر اخیستي‌ دي‌ د خپلو هیوادونو پر خلاف د کارولو لپاره نه. خو دا چې  دا کودتاچیان  د ترکیې  د ملت  دښمنان  دي‌ د همدې له امله يي  د خپلو خلکو پر خلاف  کاروي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د رخصتۍ په خاطر  د ترکیې  د مارمریس ښار  ته  تللی  وو  چې   کودتاچیانو د فرصت نه په استفادې سره  داسې  یو ګام پورته کړ. ولسمشر اردوغان وویل چې  کودتاچیانو  په مارمریس ښار کې په هغه ځای کې چې  زه  پاتې کیدم  بمباري‌ وکړه. هغوې داسې  فکر کولو چې  زه  به  هلته پټ شم  . ولسمشر اردوغان وویل چې  زه  د خلکو لخوا ټاکل شوی ولسمشر یم  او خپلې  دندې  په  سر  یم.

ولسمشر اردوغان په هیواد کې په ټولو هغه عسکرو چې  د څو تنو په پردو خرڅ  شوو لخوا په وسلو سمبال شوي‌ او لارو او سړکانو ته راویستل شوي‌ دي‌ غږ کوم .  د ترکیې  د ولسمشر  او د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه  تاسې نه غوښتنه کوم  چې د خپل پلار، ورور، مور او خور پر لورې  د وسلې  میل مه  نیسۍ. خپل قشلو ته  ستانه شۍ.

ولسمشر اردوغان وویل چې  مونږ  کفنونه په سر  په خپله دعوا  پیل کړی دی . 

ولسمشر اردوغان وویل چې  قضايي‌ ارګانونو  د کودتاچیانو په نیولو پیل کړی دی . ولسمشر اردوغان وویل چې زه  اوسمهال  د خپلو خلکو  او هیوادوالو سره یو ځای یم. ولسمشر اردوغان وویل چې  عمومي‌ سکرتر يي‌ هم  د کودتاچیانو لخوا یرغمل نیول شوی دی . 

د بله پلوه  د هیواد لومړي‌ وزیر بنعلي‌ ییلدرم هوايي ځواکونو  ته  د کودتاچیانو د الوتکو د ویشتو امر وکړ.



اړوند خبرونه