د ترکیې د سمندري ځواکونو قومندان  چې د کودتاچیانو لخوا یرغمل نیول شوی وو وژغورل شو.

د ترکیې د سمندري ځواکونو عمومي قومندان چې تیره شپه د کودتاچیانو لخوا یرغمل نیول شوی وو خوشې شوی دی

530620
د ترکیې د سمندري ځواکونو قومندان  چې د کودتاچیانو لخوا یرغمل نیول شوی وو وژغورل شو.

د ترکیې د سمندري ځواکونو قومندان  چې د کودتاچیانو لخوا یرغمل نیول شوی وو وژغورل شو.

د ترکیې د سمندري ځواکونو قومندان  ستر جنرال  وایسل کوسیلي  چې  د کودتاچیانو لخوا د جنګي بیړۍ  سره  یو ځای  یرغمل نیول شوي وو  وژغورل شول. د سمندري ځواکونو قومندان  د جنګي بیړۍ سره یو ځای  عسکري هډې ته  راوستل شول.

کودچیانو تیره شپه د کودتا د پیلولو نه د مخه د  ترکیې سمندري ځواکونو عمومي قومندان   د کوجه ایلي  ولایت د ګولجوک په ولسوالۍ کې  په زور سره  جنګې بیړۍ کې سپور او یرغمل يي ونیو.

جنګي بیړۍ  د ازمیت ولایت د خلیج پر لورې روانه شوه. په ترکیه کې د کودتا د پیلیدو نه وروسته  په زرګونو تنه  هیوادوال  د کوجه ایلي ولایت د ګولجوک په ولسوالۍ کې  د سمندري ځواکونو قومندانۍ په مخکې راټول شول. کودتاچي  سرتیرو  د هوایي ډزو په کولو سره  د خلکو نه  خپلو کورونو ته  د ستنیدو غوښتنه وکړه.

د سیمې  خلکو  یو زیات شمیر  لویې لارۍ  او بیلدوزونه   د سمندري ځواکونو د قومندانۍ نظام  قرول  مخې ته  راوستل  او د قومندانۍ نه يي د عسکرو د وتو مخه ونیوله.

ددې پرمختګ نه وروسته پولیس  قومندانۍ ته  لاړل  او د عسکرو نه يي د تسلیمیدو غوښتنه وکړه. پولیسو پدې قومندانۍ کې یو زیات شمیر عسکر او افسران  ونیول.

د بله پلوه  د کوجه ایلي ولایت لوی څارنوالۍ  د یاد شوې ولایت د سمندري ځواکونو د قومندانۍ د حرکاتو د ادارې جنرال  تیزجان قزل ایلمه، جنرال سینان عظمي توسون، تورن جنرال خیرالدین عمرال، د استخباراتو ډګروال محرم اسلان  د کودتا  د تشبص  له امله  د نیولو امر وکړ.

د بله پلوه  په ترکیه کې  د کودتا  د ناکامیدو نه وروسته  کودتاچیانو  د سمندري ځواکونو عمومي قومندان او جنګي بیړۍ خوشې کړه او هډې ته بیرته راستنه شوه.

د یاد شوي ولایت پولیسو  د کودتاچي عسکرو په نیولو پیل کړی دی .



اړوند خبرونه