د ترکیې د پارلمان ټولو سیاسي ګوندونو د کودتاچیانو پر خلاف ګډه اعلامیه خپره کړه
د ترکیې په پارلمان کې د کودتاچیانو پر خلاف ګډ غبرګون
د ترکیې په ملي شورا کې څلورو سیاسي ګوندونو د تیرې شپې ناکامې کودتا په اړه په ګډه اعلامیه خپره کړه.
د اعلامیې متن د ترکیې د پارلمان د ریس اسماعیل قهرمان لخوا ولوستل شو.
په اعلامیه کې راغلي دي چې مونږ د عدالت او پراختیا ګوند، د خلکو جمهوري ګوند، ملیت پالو غورځنګ ګوند او د خلکو ډیموکراتیک ګوند په توګه د ۲۰۱۶ کال د جون د ۱۵ مې نیټې په شپه پیل شوې او د سهار په ساعتونو کې د ماتې سره د مخامخ شوې کودتا چې د ملت ، ملي ارادې، دولت او په ځانګړې توګه د ملت د ازادې ارادې ،مجلس او د خلکو د استازو پر خلاف ترسره شوې په کلکه توګه غندو.
د ترکیې میړانه ملت د کودتاچیانو په مقابل کې د دریدو سره د کودتا مخنیوی کړی دی.
د خپلو ژوند په بیه د ترکیې جمهوریت او ادارو نه دفاع کوونکي عزیز ملت د هر ډول ستاینې او تقدیر وړ دی. د ملت په توګه پدې لاره کې خپل خواږه ځانونه قرباني کړو شهیدانو د احسانونو مدیون یو. د هغوې منتدار یو او خپل دا اتلان به هیڅکله هم هیر نکړو. د ترکیې ملي مجلس چې ددې عزیز ملت استازیتوب کوي د ملت لخوا ورته سپارل شوې دنده او مسولیتونه د بمونو او مرمیو لاندې په ډیره میړانه توګه ادا کړي دي. زمونږ ملت د کودتاچیانو پر خلاف د یووالي او اتحاد په ښودولو سره ډیر اصیل چلند کړی او کودتاچیانو ته يي غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی.
د ترکيې د پارلمان لخوا د کودتا پر خلاف ښودلی دریځ او چلند ډیر قیمتي او ارزښمند دی.
د ترکیې پارلمان د کودتا چیانو پر خلاف غوره کړې دریځ په هیواد کې د ډیموکراسۍ د لا قوي کیدو په برخه کې ځانګړې اهمیت لري. هر سړی باید پدې ښه پوه شي چې نن او ددینه وروسته په راتلونکې کې د ترکیې د ملت، ملي ارادې او ملي مجلس ته غزیدونکی هر لاس به په مقابل کې د مجلس د فولاد په څیر قوي اراده وویني.
د ترکیې پارلمان به د ملت قوي د ډیموکراسي عقیدې انعکاس ته دوام ورکړي. په پارلمان کې ټول سیاسي ګوندونه په ګډه توګه دا کودتا غندي . پوره باور لرو چې دا یووالی او ګډه اراده به د ترکیې ملت ترمنځه اړیکې لاپسې قوي کړي. پارلمان خپلې دندې ته دوام ورکوي. پارلمان به د حقوقو په چوکاټ کې ددې کودتا مسولینو ته تر ټولو سخته سزا ورکولو ته زمینه برابره کړي. د ترکیې په پارلمان کې دا ګډه اعلامیه پخپله ددې ښکارندويي کوي چې ترکیه هغه پخوانۍ ترکیه نده. د څلورو سیاسي ګوندونو په څیر سره ددې چې مخالف سیاسي لیدلوري لرو خو ټول په ګډه د ملي ارادې نه دفاع کوو او د ملي ارادې ترڅنګ ولاړ یو.
ټول په ګډه د ملي ارادې نه دفاع کوو او تر قیماته پورې به دې دریځ ته دوام ورکړو.
په اعلامیه کې د هیوادوالو نه د هغه اعمالو نه د ډدې کولو غوښتنه شوې ده چې د ډیموکراسۍ سره په ټکر کې وي. شهیدان ته د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوو. ملت ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.
د ترکیې ترڅنګ ولاړ ټولو دوستو هیوادونو نه د ښکاره کړي ملاتړ له امله مننه کوو.