د ترکیې د لوی درستیزوالۍ ۷۰۰ تنه سرتیري پولیسو ته تسلیم شول
په ترکیه کې د ناکامې کودتا نه وروسته ۷۰۰ تنه سرتیري چې په لوی درستیزوالۍ کې ځای په ځای شوي ول پولیسو ته تسلیم شول
530413
په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګري سازمان د پلوي عسکرو لخوا پیل شوی د کودتا اقدام ناکامه شو. د ویلو ده چې د تیرې شپې راهیسې په سلګونو تنه سرتیري چې د کودتاچیانو په امر په وسلو سمبال شوي وو او د ترکیې د منتخب حکومت او منتخب ولسمشر پر خلاف يي کودتا ته هڅول شوي ول حکومت او پولیسو ته په تسلمیدو پیل وکړ.
د نوموړو کودتاچي سرتیرو نه ۷۰۰ تنه چې په لوی درستیزوالۍ کې ځای په ځای کړي شوي وو پرته د وسلو پولیسو ته تسلیم شول. د ویلو ده چې په ټول هیواد کې کودتاچیان نږدې سل په سلو کې نیول شوي او حالات نورمال حالت ته راګرځیدلي دي.