ترکیې د فرانسې ترهګری برید وغنده

ترکیه : ترهګر د ټول بشریت کډ دښمنان دي او ددې ګډو دښمنانو پر خلاف باید ګډه مبارزه وشي

529681
ترکیې د فرانسې ترهګری برید وغنده

ترکیې  د فرانسې  د نیس په ښار کې خونړی برید چې له امله يی ۸۴ تنو ژوند دلاسه ورکړی  او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي په کلکه توګه وغنده.

د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د ټولنیزې مډیا  ټویټر حساب له لارې په کړو څرګندونو کې په فرانسه کې رامنځته شوی  خونړی برید په کلکو ټکو وغنده.

لومړي وزیر ییلدرم په خپور کړي پیغام کې ویلي دی چې  ترهګري ستر بشري جرم  دی. په فرانسه کې ترسره شوی  ترهګری  برید په کلکه توګه غندم. هغه ویلي دي چې د فرانسې خلکو او حکومت ته تسلیت او ډاډګیرنه وړاندې کوم. د ترکیې په توګه  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د خپلو ټول متفقینو سره  تل همکاره یو. هغه ویلي دي چې ترهګر د ټول بشریت ګډ دښمنان دي  او پدې څوک نه پوهیږي چې ددینه وروسته به په چا او چیرته  خونړي بریدونه کوي. هغه ویلي دي چې ددې منفورې  پیښې  قربانیانو ته  د مغفرت ، کورنیو ته يي د جمیل صبر  او ټپیانو ته  د عاجلې شفاء غوښتنه کوم. 

د ترکیې د اروپايي ټولنې د چارو وزیر او د ټولنې سره د مذاکراتو په برخه کې سرمرکچي  عمر چلیک هم د فرانسې برید په کلکو ټکو وغنده.

عمر چلیک هم  د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  د فرانسې د نیس په ښار کې  رامنځته شوی  دا ترهګريز برید په کلکه توګه غندم. هغه ویلي دي چې زمونږ دعاګانې د پیښې د قربانیانو او د هغوې د کورنۍ سره  دی.

هغه ویلي دي چې  ترهګر  په هر ځای کې  بې رحمه  دی . هغه  ویلي دي چې د ترهګرو پر خلاف باید په ګډه حرکت وشي.

د ترکیې  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم  دا برید په کلکو ټکو وغنده. هغه په خپور کړي پیغام کې د پیښې د قربیانو کورنیو او د فرانسې خلکو سره خواخوږي ښودلې او تسلیت يي وړاندې کړی دی .

وزیر چاوش اوغلو هم  د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډې مبارزې ټینګار کړی دی . 

د ترکیې د عدلیې وزیر باقر بوزداغ هم په فرانسه کې ترسره شوی  ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی دی .

هغه هم  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  دا برید په کلکه توګه  غندم. هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ترهګر د بشریت دښمانان دي. هغه په پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د بشریت د دښمنانو ترهګریزو ډلو او سازمانونو پر خلاف  په مبارزه کې نړۍوال اتفاق  او همکاري  تر ټولو مهم  شرط  دی.


پيوندونه: #ترکیه , #فرانسه , #برید

اړوند خبرونه