د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې برید په کلکو ټکو وغنده

اردوغان : ترهګر دین ، ملت او قوم نلري. ترهګر د ټول بشریت ګډ دښمنان دي

529789
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې برید په کلکو ټکو وغنده

د ترکیې ولسمشر رجب طییب اردوغان  د فرانسې د نیس د ښار ترهګری برید په کلکو ټکو وغنده . ولسمشر اردوغان د نوموړي برید په اړه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  دا ضد بشري او ضد انساني برید په ککله توګه غندم. ترهګر دین، ملیت او قوم نلري. ددې خونړي برید ترسره کوونکي  یا ترسره کوونکو ته  انسان ویلی نشو ځکه چې دوی د انسانیت سره  هیڅکوم تړاو نلري. پدې نړۍ کې باید  دې ډول ترهګرو ته  ځای ورنکړی شي.

ولسمشر اردوغان  په خپل پیغام کې ویلي دي چې  د یو داسې هیواد په توګه چې په کراتو يي د ورته ترهګریزو بریدونو شاهدي کړې ده  د فرانسې د حکومت او ملت احساسات  په ښه توګه درکولی شو.

دې ترهګري برید د ترهګرۍ پر وړانډې  په ګډه توګه د قوي مبارزې اړتیا یو ځل بیا په ډاګه کړه.

ولسمشر اردوغان  ددې خبرې په ټینګار ویلي دي هر هغه څوک چې د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې  دوه مخي کوي  باید  د فرانسې ددې خونړي برید نه درس واخلي. ټول باید پدې خبرې ښه  ځان پوه کړو چې د ترهګرو لپاره د ترکیې او فرانسې، د عراق او سعودي عربستان  او یا د امریکا او افریقا ترمنځه کوم فرق  شتون نلري.



اړوند خبرونه