په ترکیه کې ۴ تنه ځانمرګي برید کوونکي ونیول شول

داعش ترهګرې ډلې غوښتل چې ترکیه یو ځل بیا په وینو ولړي

528092
په ترکیه کې ۴ تنه ځانمرګي برید کوونکي ونیول شول

په ترکیه کې  د سترې فاجعې مخه ونیول شوه. د ترکیې د شانلي اورفا  په ولایت کې  ۴ تنه ځانمرګي برید کوونکي  چې بریدونو ته يي تیاري  درلوده  د چاودیدونکو موادو او ځانمرګیو واسکټونو سره  یو ځای ونیول شول.

د شانلي اورفا ولایت د امنیې قومندانۍ  د معلوماتو له مخې  د داعش ترهګرې ډلې  ۴ تنه غړي  چې  د ځانمرګیو بریدونو لپاره يي پوره تیاري  نیولې وه  ونیول شول.

د شانلي اورفا ولایت  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ۴ تنو ځانمرګیو برید کوونکو په اړه  چې د ځانمرګیو بریدونو په موخه  د سوریې نه ترکیې ته راننوتي وو راپور ترلاسه کړ.

د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې پولیسو  سمدلاسه د نوموړو برید کوونکو د نیولو په خاطر  عملیات پیل کړل. یاد شوي ۴ تنه  ځانمرګي برید کوونکي  د شانلي اورفا ولایت د ایوبیه  په ولسوالۍ کې  ونیول شول.

ویل کیږي  په هغه کورونو کې چې برید کوونکي پکې پټ  ول  په پلټنو کې  یو میل کلاشینکوف، ۴ شاژوره، ۱۲۰ مرمۍ، ۶ په لاس جوړ شوي  بمونه، ځانمرګي واسکټونه  او ۱۲ بمونه چې  د نورو چاودیدونکو توکو سره  لا قوي شوي وو ونیول شول.

په لومړنیو تحقیقاتو کې برید کوونکو په خپل جرم اعتراف وکړ  او ویلي دي چې د پراخه بریدونو هوډ يي درلود.

برید کوونکي  د پولیسو لخوا د څیړل کیدو نه وروسته  د محکمې لخوا زندان ته واستول شول.

د یادولو وړ ده چې  دوه اوونۍ  د مخه د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې  په ۳ ځانمرګیو بریدونو کې  په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ او په سلګونو تنه نور ټپیان شول.



اړوند خبرونه