د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو کې نوی پاڼه پرانیستل شوه

د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د اوږدې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره خبرې وکړې

521093
د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو کې نوی  پاڼه پرانیستل شوه

د ترکیې  او روسیې ترمنځه  په اړیکو کې رامنځته شوي  یخونه  په ویلې کیدو  دي.

د ترکیې او روسیې  ولسمشرانو  د الوتکې د ویشتو د بحران نه راپدیخوا  د لومړي ځل لپاره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  پرون  ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  ټیلیفوني اړیکه ټینګه کړه  او دواړو  د اوږدې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  دا  ټیلیفوني خبرې په ډیره مثبته  فضا کې  تیرې  شوې  او دواړو مشرانو د راتلونکي سپټمبر په میاشت کې  د مخامخ لیدنې پریکړه وکړه.

دواړو مشرانو په اړیکو کې د یوې نوې پاڼې د پرانیستو پریکړه وکړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د ولسمشر اردوغان سره د ټيلیفوني خبرو نه سمدلاسه وروسته د ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو د هر څه ژر د جوړولو  امر کړی دی . همداشان  پوتین  په روسي ګرځندویانو روسیې ته  د سفر  بندیز هم  لرې کړ.

د یادولو وړ ده چې  ترکیې  د تیر کال د نوامبر د میاشتې په ۲۴ مه نیټه  د روسیې د وسله والو ځواکونو اړوند  یوه جنګي الوتکه  د ترکیې په هوايي حریم  د تیري له امله د مکررو خبرداریو نه وروسته راوغورځوله.

دې  پیښې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې د پام وړ خبرابې کړې. د ترکیې او روسیې ترمنځه د اړیکو د بیرته رغولو په خاطر  لومړی ولسمشر اردوغان د روسیې د خپلواکۍ د ورځې له امله ولادیمیر پوتین ته  د مبارکۍ  پیغام واستوه.

ولسمشر اردوغان ددې ګام نه وروسته  د روانې اوونۍ په ترڅ کې د روسي الوتکې د ویشتو له امله  روسیې ته د خواشینۍ  پیغام واستوه. ولسمشر اردوغان پدې پیغام کې د یادې شوې پیښې په اړه خواشیني څرګنده کړه او په پیښه کې د وژل شوي روس پیلوټ کورنۍ ته يي یو ځل بیا  تسلیت وړاندې کړ.

دې پیغام  د دواړو هیوادونو ترمنځه  په اړیکو کې د نوې پاڼې د پرانیستو لپاره  مځکه اواره کړه. د ولسمشر اردوغان ددې صمیمانه  ګامونو او اقداماتو په مقابل کې  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  تیره ورځ  د ولسمشر اردوغان سره  ټیلیفوني اړیکه ټینګه کړه  او د هغه نه يي مننه وکړه.

د روسیې ولسمشر پوتین  پرون د غرمې په ۱۲ بجو  ولسمشر اردوغان سره د ټیلیفون له لارې اړیکه ټینګه کړه . دې ټیلیفوني خبرو ۱ ساعت دوام پیدا کړ.

ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې  د الوتکې د ویشتو په اړه یو ځل بیا خواشیني  څرګنده کړه  او ترکیې او روسیې په تاریخي  او ژورو اړیکو يي ټینګار وکړ.

مشرانو  د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې عادي حالت ته د راګرځولو په خاطر  هر څه ژر د چټکو ګامونو  د پورته کولو په مسلې تفاهم وکړ.

دواړو مشرانو د سیمې د سیاسي ، اقتصادي او انساني  بحرانونو په مقابل کې  د همکارۍ په اهمیت ټینګار وکړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  په لیدنه کې  لومړی  د استانبول  د اتاترک هوايي ډګر  منفوره  پیښه  په کلکو ټکو وغندله  .  هغه وویل چې  په خپل او د روسیې د خلکو په استازیتوب  د نوموړې  پیښې له امله  د ترکیې دولت او ملت ته  تسلیت وړاندې کوم او غم کې ځان شریک بولم.

پوتین ولسمشر اردوغان ته وویل چې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې  تیره شپه  ستاسې  د څرګندونو او پیغامونو نه  پوره ملاتړ کوم. دواړو مشرانو د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په مسلې ټینګار وکړ.

روس مشر پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو کې موجود حالت  د دواړو هیوادونو په زیان  دی. هغه  د یوې نوې پاڼې د پرانیستو غوښتنه وکړه.

هغه  د ولسمشر اردوغان سره یو ځل بیا د خبرو کولو له امله خوښي څرګنده کړه او وویل چې په سیمه کې د دوه لویو هیوادونو په توګه  یو زیات شمیر ګامونه  زمونږ انتظار باسي.

همداشان  دواړو مشرانو د راتلونکې سپټمبر په میاشت کې په چین کې جوړیدونکي  د جي شل سازمان د غونډې په چوکاټ کې د مخامخ لیدو پریکړه وکړه.



اړوند خبرونه