په تركيه كې ماتم اعلان شو.
تېره شپه په استانبول كې د اتاترك د هوايي ډګر په نړيوال ترمينل كې د خونړيو ترهګري بريدونو نه وروسته چې په كې ۴۱ تنه ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول، په ټول هېواد كې يوه ورځ ملي ماتم اعلان شو.
520875
تېره شپه په استانبول كې د اتاترك د هوايي ډګر په نړيوال ترمينل كې د خونړيو ترهګري بريدونو نه وروسته چې په كې ۴۱ تنه ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول، په ټول هېواد كې يوه ورځ ملي ماتم اعلان شو.
د لومړي وزارت د سرچينو د معلوماتو په اساس د اتاترك په هوايي ډګر كې د منفور ترهګري بريد په پايله كې د قربانيانو د كورنيو سره د همدردۍ په موخه يو ورځنى ملي ماتم اعلان شوى دى.
د همدې امله په ټول هېواد او بهرنيو سياسي نماينده ګيو كې د تركيې بيرغونه نيم ځړول شوي دي.