د استانبول په بریدونو کې د مړو شمیره نوره هم لوړه شوه
د استانبول د ځانمرګیو بریدونو له امله د مړو شمیره ۳۶ تنو ته لوړه شوه
په استانبول کې د ځانمرګیو بریدونو له امله د مړو شمیره لوړه شوه.
د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د ترکیې په وخت د شپې په ۳ بجو د استانبول په اتاترک هوايي ډګر کې د پیښو د سیمو نه لیدنه وکړه او چارواکیو نه يي معلومات واخیستل.
لومړي وزیر ییلدرم وروسته خبري غونډې ته د پیښې په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې دا بریدونه د ۳ تنو ځانمرګیو برید کوونکو لخوا ترسره شوي دي. هغه وویل چې لومړنۍ څیړنې داسې ښايي چې برید د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی دی .
لومړي وزیر وویل چې برید کوونکي په ټکسي کې هوايي ډګر ته راغلي او وروسته يي دا خونړی برید ترسره کړی دی .
لومړي وزیر وویل چې پدې برید کې امنیتي ضعف شتون نلري.
لومړي وزیر وویل چې د ټپیانو نه ډیری خفیف ټپیان دي خو د کم شمیر کسانو حالت د اندیښنې وړ دی. هغه وویل چې پدی برید کې ۱۴۷ تنه ټپیان شوي دي او د پیښې په قربانیانو کې امنیتي ځواکونه او بهرنیان هم شتون لري.
هغه زیاته کړه چې دې برید یو ځل بیا ټولو ته دا ښکاره کړه چې ترهګري یوه نړۍواله او د ټولو ګډه ستونزه ده. همداشان دا برید په ټول انسانیت ترسره شوی یو ترهګری برید دی. هغه د پیښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت، کورنیو او ترکیې ملت ته د جمیل صبر او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه.
لومړي وزیر وویل پداسې یو حساس وخت کې چې ترکیه د ګاونډیو هیوادونو سره په اړیکو کې د نوي پاڼې د پرانیستو په لاره کې مهم ګامونه پورته کوي ددې بریدونو ترسره کیدل د معنا نه ډکه خبره ده.
همداشان لومړي وزیر وویل چې د استانبول د اتاترک هوايي ډګر د هوايي ټرافیک پر مخ پرانیستل شوی دی او هوايي ټرافیک نورمال حالت ته راګرځیدلی دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.