د قربانيانو شمېره د هرې شېبې په تېرېدو سره زياتيږي.
په استانبول كې د اتاترك د هوايي ډګر په نړيوال ترمينل كې د تېرې شپې د ترهګري بريدونو د قربانيانو شمېره د هرې شېبې په تېرېدو سره زياتيږي.
د وروستيو معلوماتو له مخې په بريدونو كې ۴۱ تنه وژل شوي او تر ۲۳۹ تنو زيات ټپيان شوي دي.
تېره شپه په ځايي وخت د شپې په شاوخوا ۹:۳۰ بجو په استانبول كې د اتاترك په هوايي ډګر كې درې جلا ځانمرګي بريدونه ترسره شول. لومړى بريد د نړيوال ترمينل د تګ په سيمه، دويم يې د همدې ترمينل د راتګ په سيمه او دريم يې د موټرو په پارك كې ترسره شو.
تر اوسه پورې په استانبول كې د عدلي طب ادارې ته ۴۱ مړي راوړل شوي دي چې درې تنه يې ترهګر دي. د ۳۷ تنو هويت تثبيت شوى دى چې لس تنه يې بهرنيان دي. همداراز د ۱۹ تنو جنازې يې كورنيو ته سپارل شوي دي.
د بريد په پايله كې ۲۳۹ تنه ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي چې ۱۰۹ تنه يې د اړوندې طبي مداخلې وروسته رخصت شوي او ۱۳۰ تنه يې بـستري شوي دي.
د بريد فاعلين
د بله پلوه ددې زړه بوږنوونكې خونړۍ پېښې د فاعلينو د تثبيت په اړه هم هر اړخيزې څېړنې روانې دي.