ولسمشر اردوغان په اروپايي ټولنې سختې نیوکې وکړې
اردوغان : که چیرې اروپايي ټولنه موجودې کړنلارې او سیاستونو ته دوام وکړي لا زیات د جلا غوښتنې سره به مخامخ شي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل که چیرې په اروپايي ټولنه کې موجوده کړنلارې او تناقضات دوام وکړي په لنډه موده کې به د انګلستان په څیر د نورو هیوادونو د جلا کیدو شاهدي وکړي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په استانبول کې د صنایعګرانو او سوداګرو د ټولنې لخوا په جوړ شوي د روژه ماتي پروګرام کې وکړې. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې د اروپايي تولنې نه د انګلستان د جلا کیدو د پریکړې په اړه ارزونې وکړې.
هغه زیاته کړه چې دیموکراسۍ او ملي ارادې ته د درناوي لرونکي یوې ټولنې د منصوب په توګه هیله لرو چې د اروپايي ټولنې نه د جلا کیدو اړوند د انګلستان د خلکو پریکړه د نوموړي هیواد لپاره د خیر وسیله وګرځي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د انګلستان د خلکو دا پریکړه هم د انګلستان او هم د اروپايي ټولنې لپاره د یوې نوې دورې پیل دی.
ولسمشر اردوغان د ترکیې په قبال کې د اروپايي ټولنې په دریځ د نیوکې سره وویل چې په ټولنه کې د نژاد پرستۍ او اسلام فوبیا وروستۍ کچې ته رسیدلې ده . ددې مسلې نه څوک انکار کولی نشي. نن ورځ د ترکیې سره د اروپايي ټولنې چلند د اسلام فوبیا نه بل څه ندی. د همدې امله په ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب پر وړانډې تل خنډونه رامنځته کوي.
نن ورځ د موجودو دې ټولو ستونزو اصلي فاعل ترکیه نه بلکې پخپله ټولنه ده . ولسمشر اردوغان په اروپايي ټولنې د عدالت غږ وکړ.
ولسمشر زیاته کړه چې د کډوالو او انګلستان د جلا کیدو په مسلو کې باید د اروپايي ټولنې په کړنلارو او دریځ بیا کتنه وشي. دوی باید د روانو کړو اړوند په خپل ګریوان کې سر ښکته کړي او د ځان سره حساب وکړي.
که چیرې په واقعي ډول سره موجود سیاستونه او کړنلاره وڅیړي او د ځان سره حساب وکړي په طبعي ډول سره ترکیه د ټولنې غړیتوب ترلاسه کوي.
که چیرې دوی دا کار ونکړي او موجودو کړنلارو او سیاستونو ته دوام وکړي لا زیات د جلا غوښتنو سره به مخامخ شي.
ولسمشر اردوغان وویل چې اروپا زمونږ رقیب ندی. اروپا هغه جغرافیه ده چې مونږ غواړي د لا روښانه راتلونکي او ګډ طاقت په خاطر په ګډه حرکت وکړو.
هغه وویل چې نن ورځ په اروپا کې څه باندې ۶ میلیونه تنه ترکان ژوند کوي. ددوی د راتلونکي په اړه هره مسله د ترکیې مسله ده.
ترکیه د ټولنې غړیتوب ته د نوماند هیواد په صفت دا پرمختګونه د نږدې نه تعقیبوي.