ولسمشر اردوغان په دونالد ترومپ نیوکه وکړه

ولسمشر اردوغان په استانبول کې  د ترومپ ټاور  د لوحې  د بدلولو غوښتنه وکړه.

517821
ولسمشر اردوغان په دونالد ترومپ نیوکه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په امریکا متحده ایالتونو کې د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریت پلوي ګوند د نوماندانو نه  د دونالد ترومپ  پر خلاف  چې په هر فرصت کې په مسلمانانو  بې ځای او بې بڼسټه تورونه لګوي او برید کوي  سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان په استانبول کې  د ترومپ ټاور  د لوحې  د بدلولو غوښتنه وکړه.

ولسمشر اردوغان  پرون ماښام په استانبول کې د ټولو صنایعګرانو او سوداګرو د ټولنې لخوا جوړ شوي د روژه ماتي په پروګرام کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان  پدې پروګرام کې په وینا کې په لویدیځه نړۍ کې  اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ نه یادونه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې  په لویدیځه نړۍ کې د اسلام فوبیا کچه د هرې ورځې په تیریدو سره د پرمختګ په حال کې ده . هغه په امریکا متحده ایالتونو د ولسمشرۍ لپاره  د جمهوریت پلوي ګوند د نوماندانو نه  په دونالد ترومپ  چې په هر فرصت کې په مسلمانانو ناحقه او بې بڼسټه تورونه لګوي او بریدونه کوي  سخته نیوکه وکړه.

ولسمشر اردوغان  وویل چې « په ښکاره توګه  وایم  چې  په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب  د مسلې د ځنډولو یواځنی لامل  دیني مسله ده . دا چې  ترکیه اسلامي هیواد دی  اروپا نه غواړي چې غړیتوب  ورکړي. هغه وویل چې نن ورځ په اروپا کې په همدې نامه  سیاست کوونکي ګوندونه شتون لري.

په امریکا کې ښکاره مثال، د ولسمشرۍ د نوماندانو نه یو په هر فرصت کې په مسلمانانو بریدونه کوي. دا چې اوباما  د مسلمانانو پلوي کوي د هغه  زغم  نلري. هغه ترومپ ته په اشارې سره وویل چې په امریکا کې مسلمانان  زغملی نشي.

دلته په استانبول کې بیا د هغه په نوم  پلازه  جوړه شوې ده .  د هغه نوم  پلازې ته ورکړل شوې دی. هر څه ژر باید ددې  پلازې د نوم  د بدلولو په خاطر باید کار پيل شي.

هغه زیاته کړه چې  د نوموړې پلازې د جوړولو پر مهال  ما هم  یو خطا کړې ده چې د پرانیستو په مراسمو کې مې ورته ګډون  کړی وو.

ولسمشر اردوغان هر څه ژر د ترومپ ټاور د نوم  د بدلولو غوښتنه وکړه.

 



اړوند خبرونه