ولسمشر اردوغان د هیواد د قومي مشرانو سره لیدنه وکړه
ولسمشر اردوغان : انشاالله هیواد به ددې بهرنیو لاسپوڅو او غلامانو نه وژغورو.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې « د هغه ښاروالیو سره د قانوني چلند په خاطر قانون به چې د پې کاکا ترهګرې ډلې سره مرسته کړې د ملي شورا د وړي د رخصتۍ د پیلولو نه د مخه تصویب کړې شي . »
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې پرون ماښام د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د هیواد د قومي مشرانو سره په روژه ماتي کې د لیدنې پر مهال وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې د هیواد په سویل ختیځې اناتولیا سیمه کې ځینو ښاروالیو د خپلې بودیجې لویه برخه د پې کاکا ترهګرې ډلې په اختیار کې ورکړې ده . هغه زیاته کړه چې ددې ښاروالیو سره به د یوې یوې روپۍ حساب وشي.
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د نوموړو ښاروالیو سربیره د خلکو ډیموکراتیک سیاسي ګوند باندې هم سختې نیوکې وکړې.
ولسمشر د خلکو ډیموکراتیک په سیاسي ګوند غږ وکړ چې « تاسې څه فکر کوۍ چې د څو ملکي ټولنو سره یو ځای د ترکیې ملت او نړۍ ته به فریب ورکړۍ، هیڅوخت نه. نن ورځ ددې وخت رارسیدلی دی چې د پې کاکا ترهګرې ډلې د ټولو ریښو او شاخو پر خلاف مبارزه وکړو او مبارزه کوو. هر هغه څوک چې په لاس کې وسله ولري امنیتي ځواکونه به يي پر خلاف قوي مبارزه وکړي . »
ولسمشر اردوغان وویل په هغه ولایتونو او ولسوالیو کې چې د پې کاکا ترهګرې ډلې نه پاکې شوي دي او عملیات پکې پایته رسیدلي دي د بیارغونې چارې پیل شوي دي. هغه زیاته کړه چې دا سیمې به له سره د پخوا په پرتله لا ښکلې او مدرنې جوړې شي.
ولسمشر اردوغان د خپلې وینا په ترڅ کې په اروپا هم سختې نیوکې وکړې او وویل چې اروپا د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې سره هیڅډول همکاري نده کړې او تل چپه خوله پاتې دي. اروپا پر ځای ددې چې ترهګرو ته سزا ورکړي د هغوې ملاتړ کوي.
ولسمشر اردوغان په اروپا غږ وکړ « که چیرې تاسې ترهګرو ته د سزا ورکولو پر ځای د هغوې نه ملاتړ ته دوام ورکړۍ، د نیولو پر مهال يي لازمو ځایونو ته ونه سپارۍ او د هغوې پوسترونه په خپلو دیوارونو ځوړولو ته دوام ورکړۍ ددینه بد ترې ورځې به ووینۍ . »
ولسمشر اردوغان په قومي مشرانو هم غږ وکړ چې « په هر فرصت کې خلکو ته د ترهګرو اصلي څيره او موخې بیان کړۍ. تاسې هر یو زمونږ استازي یاست، خپلو قومونو ته باید حقیقت بیان کړۍ. »
ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله هیواد به ددې بهرنیو لاسپوڅو او غلامانو نه وژغورو. هیواد به ددوې د شر نه پاک کړو.