روسیه : د ترکیې سره د ښو اړیکو غوښتنه کوو
روسیې د ترکیې سره یو ځل بیا د ښو اړیکو غوښتنه وکړه.
روسیې د ترکیې سره یو ځل بیا د ښو اړیکو غوښتنه وکړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د روسیې د ملي ورځې له امله د نوموړي هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د مبارکۍ پیغام واستوه.
د کرملین ماڼۍ د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ د پیغام په ځواب کې د ترکیې سره یو ځل بیا د ښو اړیکو د جوړولو غوښتنه وکړه. کرملین ماڼۍ ویلي دي چې لومړی باید ترکیه ځیني ګامونه پورته کړي.
د کرملین د ماڼۍ ویاند دیمتري پیسکوف نن په خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه د ترکیې سره د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ً د ترکیې سره د اړیکو د نورمالیدو او د متقابلو همکارۍ غوښتنه او هیله لرو. خو ولسمشر پوتین د ترکیې نه د ځینو ګامونو د پورته کولو تمه لري.
ولسمشر اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په استولي د مبارکۍ په پیغام کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي وو چې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې لوړې سويې ته د رسیدو هیله کوم .
همداشان د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم هم د روسیې د ملي ورځې په ویاړ خپل روسي سیال دیمتري مدویدوف ته د مبارکۍ پیغام واستوه.
د ویلو ده چې د ترکیې او روسیې ترمنځه اړیکې هله ترینګلې شوې چې ترکیې د تیر کال د نوامبر په میاشت کې د روسیې اړوند یوه جیټ الوتکه په خپل هوايي حریم د تیري له امله وویشتله.