اردوغان : د وروستي ترهګر د لمنځه وړو پورې به د ترهګرۍ پر وړانډې مبارزه دوام وکړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  په هیواد کې د ترهګرۍ  د ریښو د وچولو پورې  به  مبارزه  په همدې  شان  دوام وکړي.

506303
اردوغان : د وروستي ترهګر د لمنځه وړو پورې به  د ترهګرۍ پر وړانډې مبارزه دوام وکړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  په هیواد کې د ترهګرۍ  د ریښو د وچولو پورې  به  مبارزه  په همدې  شان  دوام وکړي.

د ترکېې ولسمشر اردوغان  تیره  ورځ  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د شهیدانو د کورنیو  او غازیانو  سره  د روژې ماټي  پر مهال  لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان  پدې مراسمو کې  وویل چې  د تیر کال د جولای د میاشتې راهیسې  د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې  د هیواد دننه او بهر  ۷۶۰۰ تنه  ترهګر  له منځه وړل شوي دي. د هیواد دننه او بهر  د هیواد د دښمنانو  پټنځایونه، قرارګاه ګانې  او ټولې  سوړې  له منځه وړل شوي دي. ولسمشر اردوغان  زیاته کړه چې  د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه به  هیواد ددې شرنه د خلاصولو پورې  په همدې شان  دوام وکړي.

هغه  زیاته کړه چې  په ترکیه کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه په اصل کې  ددې ملت د بقاء مبارزه ده .

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې  د ترهګرو د بهرني ملاتړ نه په یادونې سره وویل ً لکه څرنګه چې پوهیږۍ  سل کاله وړاندې د نړۍ د څلورو ګوټونو د مختلفو  ملتونو  سرتیري  د ترکیې  د خپلواکۍ  په جګړه کې د ګډون په خاطر ترکیې ته راغلي ول  او د چناک کلا په جګړه کې  برخه اخیستې وه. همداشان نن ورځ  بیا  هم  د  سلګونو کلونو د وړاندې  په څیر  د مختلفو ملتونو نه په زرګونو تنه  راځي او د ترهګریزو سازمانونو سره  یو ځای کیږي. یواځې  فرق  دلته  دی چې  په هغه وخت کې  د خپلواکۍ او استقلال په جګړه کې  د ګډون په خاطر راتلل او نن ورځ  د خپلواکۍ د جګړې په نامه  د نورو  لخوا  ترینه  د لاس د الې په څیر  استفاده کیږي. ولسمشر اردوغان وویل   د ترکیې  او ترک ملت دښمنانو لکه څرنګه چې په هغه وخت کې  د استانبول  د اشغال  خیال  او خوب يي په سر کې وو  نن ورځ غواړي چې خپل همدا  خوب په حقیقت  بدل کړي.

دوی غواړي  چې ددې ترهګرو ډلو په واسطه په ترکیې  د صلیبیانو ، مغلانو  او نورو یرغلګرانو  په نیمايي کې پاتې  خیالونه  په حقیقت  بدل کړي.

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې  دې  پیاوړي  او غښتلي  ملت  سل کاله  وړاندې  دې  یرغلګرو  ته  غاښ ماتونکی  ځواب  ورکړی  نن  به ورته  د هغې نه هم  کلک غاښ ماتونکی ځواب ورکړي. ددې ترهګرو نه ملاتړ کوونکي  به هم  تور مخ  پاتې  شي.

ولسمشر اردوغان  وویل چې  د شهادت مرتبه  تر ټولو  لوړه مرتبه ده.

زمونږ  هر شهید  او هر غازي  په اصل کې  ددې هیواد  او خاورې  د یووالي ، اتحاد او اتفاق  او روښانه  راتلونکي ضمانت  دی. .

ولسمشر اردوغان  په خپله وینا کې  تیره ورځ په استانبول کې په پولیسو د ترسره شوي ترهګریز برید نه هم  یادونه وکړه او وویل چې  دا  د انسان کار ندی. دې برید کوونکو ته مونږ  د انسان  خطاب کولی نشو.

هغه  وویل چې  په قرانکریم کې  دا ډول  کسانو ته  د بلهم ازل  کلمه کار شوې ده . په قرانکریم کې د دا ډول کسانو نه  د حیوان هم  د بدو کسانو په توګه یادونه شوې ده .

ولسمشر اردوغان وویل چې  د نوموړي برید نه وروسته ښودل شوی  متانت  د تسلمیت  نه  بلکې د ترهګرۍ پر وړاندې د عظیمي مبارزې  د دوام  ښکارندويي کوي.

 



اړوند خبرونه