د ترکیې دښمنانو دا ځل په ماردین ولایت کې په پولیسو برید وکړ
ترهګرو د ماردین ولایت د میدیات د ولسوالۍ د امنیې په قومندانۍ د موټر پر مټ برید وکړ
د ترکیې د ماردین ولایت د میدیات په ولسوالۍ کې د امنیې په قومندانۍ د موټر پر مټ برید وشو.
ترهګرو دا ځل د ترکیې په ختیځ کې د ماردین ولایت د میدیات د ولسوالۍ د امنیې په قومندانۍ برید وکړ. پیښه په ۱۱ بجو او ۱۵ دقیقو رامنځته شوه.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې برید کې یو تن پولیس په شهادت رسیدلی او یو تن ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی دی او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د پیښې ټپیان سمدلاسه په امبولانسونو کې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د چاودنې له امله د امنیې قومندانۍ د ودانۍ سربیره ، د امنیې قومندانۍ فاملیانو او شاوخوا ودانیو هم زیان لیدلی دی.
د برید نه وروسته د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.
پولیسو د احتمالي نورو بریدونو په خاطر سیمه د کنټرول لاندې ونیوله او کلک امنیتي تدابیر يي ونیول.
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د روژې پدې مبارکه میاشت کې دا ترهګریز برید په کلکو ټکو وغنده.
ولسمشر اردوغان د پيښې په اړه د کورنیو چارو وزیر ایفکان اعلی نه معلومات واخیستل.
د یادولو وړ ده چې ترهګرو پرون د سهار په ساعتونو کې په استانبول کې د پولیسو د موټرو په کتار د موټر پرمټ برید کړی وو چې له امله يي ۶ تنه پولیس په شهادت رسیدلي وو او ۵ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی وو.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د میدیات امنیې قومندانۍ په دروازه کې شوې ده. برید کوونکي چې د موټر سره د امنیې قومندانۍ ته د ننوتو هڅه کوله د ساتوونکو پولیسو لخوا پرې ډزې وشوې چې په دروازه کې چاودنه وکړه.