پر جرمني د اردوغان نيوكې دوام لري.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د جرمني په پارلمان كې د تش په نامه ارمني نسل وژنې د طرحې د قبلېدو په غبرګون كې وويل چې جرمني بايد لومړى د هولوكاسټ حساب وركړي.

504828
پر جرمني د اردوغان نيوكې دوام لري.

 

 

اردوغان چې پرون د استانبول په يو پوهنتون كې زده كوونكو ته وينا اوروله، په دويمې نړيوالې جګړې كې د نازي جرمني لخوا د يهودانو د نسل وژنې پېښې ته په ا شارې سره وويل  چې د تش په نامه نسل وژنې د په رسميت پېژندلو په برخه جرمني بايد وروستى هېواد وي چې دا كار و كړي.

اردوغان زياته كړه چې دولتونه هم لكه د انسانانو په څېر د خپل تېر تاريخ سره ياديږي. د تركانو په تاريخ كې د سلجوقيانو، عثمانيانو او بابري امپراتورۍ لخوا د علم او كلتور په ډګر كې خدمات او آثار ټولو ته معلوم دي. د ټولې نړۍ سره د انسانيت په نامه د تركيې مرسته او همكاري هم د قدر وړ ده.

اردوغان همداراز په افريقايي هېوادونو كې د لوديځو هېوادونو استعمار ته هم اشاره وكړه او څرګنده يې كړه زموږ اجدادو نه يواځې په افريقا كې د استعمار په كثافت نه دي ككړ شوي بلكې د استعماري هېوادونو پر وړاندې يې د خپل توان هومره سيمه ايز مقاومت سره مرسته او همكاري كړې ده.

ولسمشر وويل چې `` نن ورځ هغه هېوادونه چې موږ ته د بشري حقونو درس راكوي، د تاريخ پاڼې يې د افريقا په لويه وچه وينې، اوښكو، نسل وژنو او عاموژنو په كرغېړنو پېښو سينګار شوي دي.



اړوند خبرونه