د ترکیې وسله والو ځواکونو پې کاکا ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ

ترکي ځواکونو د پې کاکا ترهګرې ډلې نامتو قومندان وواژه

500570
د ترکیې وسله والو ځواکونو پې کاکا ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ

د ترکیې وسله والو ځواکونو د پې کاکا ترهګرې ډلې  د مردین ولایت د نوسای بین  د ولسوالۍ  مشر  وواژه.

د مردین ولایت د نوسای بین په ولسوالۍ کې  د ترهګرې ډلې مشر  په نښته کې ووژل شو.

امنیتي ځواکونو په نوسای بین ولسوالۍ کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د پاتو شونو پر خلاف عملیات پیل کړي وو چې  د عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو سره په نښته کې ښکیل شول.

په نښته کې د ترهګرو مشر  د خپل وسلو سره  مړ  د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغی.

همداشان  په یادې شوې ولسوالۍ کې  عملیات پرته د ځنډه دوام لري.

د ویلو ده چې د وژل شوي ترهګر سره یو ځای  دوه  ار پي جي راکټونه، ۵ کلاشینکوف، یو تبانجه  او ګڼ شمیر مهمات هم  نیول شوي دي.

د یادولو وړ ده چې امنیتي ځواکونو  په یاده شوې ولسوالۍ کې د ترهګرو پخوانی  مشر  د مې په ۲۳ مه نیټه  یعنې تیره اوونۍ د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژلی وو چې مړی د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی وو.



اړوند خبرونه