د ترکیې نوې کابینې د ملي شورا نه د باور رای ترلاسه کړه
د ترکیې ملي شورا نوي حکومت ته د باور رای ورکړه
په ترکیه کې د لومړی وزیر بنعلي ییلدرم په مشرۍ کابینې نن د ملي شورا نه د باور رای ترلاسه کړه.
د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په مشرۍ کابینې لست چې ملي شورا ته وړاندې شوی وو نن يي نوي حکومت ته د باور رای ورکړه.
د ترکیې ملي شورا نن کابینې ته د باور رای ورکولو په خاطر ځانګړې غونډه وکړه.
پدې غونډه کې په رای اچونه کې د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په مشرۍ نوې کابینې د ۳۱۵ موافقو رایو سره د باور رای ترلاسه کړه.
په ملي شورا کې ۱۳۸ تنو وکیلانو رد رایې وکارولې.
لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د ملي شورا نه د باور د رای د ترلاسه کولو نه وروسته د ملي شورا په عمومي غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې په هیواد کې به د بشري حقونو، د ډیموکراسۍ د قوي کولو او د ملت د یووالي ، اتحاد او اتفاق په خاطر به د خپل وس او توانه پورې کار وکړي.
همداشان د نوي حکومت غړو د باور د رای د ترلاسه کولو نه وروسته د ترکیې د جمهوریت د بڼسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک د مزار زیارت وکړ. .