په استانبول کې په زرګونو تنو د سهار لمونځ د ایه صوفیه د جومات په مخکې وکړ
د استانبول د فتحې د ۵۶۳مې کلیزې د رارسیدو سره سم یو ځل بیا په زرګونو تنو د ایه صوفیه جامع جومات د عبادت لپاره د پرانیستو غوښتنه وکړه.
په همدې چوکاټ کې ( سجاده راواخله او راځه ) ترنامه لاندې لوی کمپاین پیل شو.
د ترکیې د ځوانانو او انادولو وقفونو د استانبول د فتحې د کلیزې د لمانځونو په چوکاټ کې په خپلو زرګونو تنو پلویانو د ایه صوفیه جامع جومات په مخکې د راټولیدو غږ وکړ.
په زرګونو تنو هیوادوالو د سهار لمونځ د ایه صوفیه د جامع جومات په مخکې وکړ. نوموړو په زرګونو تنو د حکومت نه هر څه ژر د ایه صوفیه جامع جومات د عبادت لپاره د خلاصولو غوښتنه وکړه.
پدې مراسمو کې د انادولو د وقف ریس صالح تورخان د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د ایه صوفیه جامع جومات د اسلام د تاریخ د مهمو سمبولونو نه یو دی. نن په زرګونو تنه هیوادولو د استانبول د فتحې د کلیزې د لمانځولو په خاطر دلته راټول شوي دي .
راټولو شوو کسانو د مکې معظمې نه د راغلي ملا امام په امامت سره د سهار لمونځ هم د ایه صوفیه د جومات په مخکې ادا کړ.
د یادولو وړ ده چې د ایه صوبه جومات د ۵۳۲ او ۵۳۷ کلونو ترمنځه د بیزانس د امپراتورۍ د امپراتور لومړۍ ژوستینین لخوا د کلیسا په توګه جوړه شوه . همداشان په ۱۴۵۳ کال کې د عثماني امپراتورۍ د نامتو پاچا فاتح سلطان احمد خان لخوا د استانبول د فتحه کولو نه وروسته د ایه صوفیه کلیسا په جامع جومات بدله کړه چې وروسته بیا دا جومات په موزیم بدل شو او د لمونځ کوونکو پر مخ وتړل شو.
پدې غونډه کې ګډون کوونکو ویل چې ایه صوفیه جومات د عبادت لپاره خلاصول په اصل کې د استانبول د فاتح سلطان احمد خان په مقابل کې زمونږ یو ستر مسولیت دی.