د ترکیې نوې کابینه اعلان شوه

د ترکیې نوي لومړي وزیر بنعلي یلدرم نوې کابینه اعلان کړه.

496702
د ترکیې نوې کابینه اعلان شوه

د ترکیې  نوي لومړي وزیر بنعلي یلدرم  نوې کابینه اعلان کړه. لومړي وزیر بنعلي یلدرم  د نوې کابینې  لست  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د تایید نه وروسته  اعلان کړه .

لومړي وزیر یلدرم  نن  لومړی کابینه ولسمشر ته وړاندې کړه او وروسته يي اعلان کړه . 

د ترکیې کابینه په لاندې ډول  ده .

۱ – بنعلي یلدرم لومړی وزیر

۲ – نعمان کورتولولموش  مرستیال لومړی وزیر.

۲ – محمد شمشک مرستیال لومړی وزیر .

۳ – نورالدین جانکلي  مرستیال لومړی وزیر.

۴ – یلدرم توغرول تورکیش  مرستیال لومړی وزیر .

۵ – وایسي کیناکچي  مرستیال لومړی وزیر .

۶ -  باقر بوزداغ   د عدلیي وزیر

۷ – مولود چاوش اوغلو  د بهرنیو چارو وزیر .

۸ – برات  البیرق   د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر.

۹ – ایفکان اعلی   د کورنیو چارو وزیر.

۱۰ – عصمت  یلمر  د پوهنې وزیر.

۱۱-  فکري  اشک  د ملي دفاع وزیر.

۱۲ – رجب اکداغ  د روغتیا  وزیر

۱۳ –   فاطمه  بیتول سایان کایا  د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو وزیره  .

۱۴ – عمر چیلیک  د اروپايي ټولنې د چارو وزیر

۱۵ – فاروق  اوزلو   د علم صنایع  او تکنالوژۍ  وزیر

۱۶  - سلیمان  سویلو  د کار او ټولنیز امنیت   وزیر

۱۷ – محمد اوزهاسکي  د چاپیریال او ښارجوړونې وزیر

۱۸ -  نیهاد زیبکچي   د اقتصاد وزیر

۱۹ -  فاروق چیلیک  د غلې ، کرنۍ  او مالدارۍ وزیر

۲۰ -  بولنت توفینګچي د ګمرک او سوداګرۍ  وزیر

۲۱ – لطفي  ایلوان  د پراختیا  وزیر

۲۲ – عاکف چغتای  کلچ  د ځوانانو او سپورت وزیر

۲۳ – نبي  اوجي  د کولتور او ګرځندوی وزیر

۲۴ – ناجي اغبال  د مالیې وزیر

۲۵ – وایسل ایراوغلو  د ځنګلونو او اوبو د چارو وزیر

۲۶ -  احمد اسلان  د ټرانسپورت ، سمندري چارو او معلوماتو وزیر

د یادولو وړ ده چې  د ترکیې  نوې کابینه  به  نن  ملي شورا ته وړاندې شي. همداشان  په ملي شورا کې به  د خپل پروګرام په اړه د معلوماتو ورکولو نه وروسته  ۴۸ ساعته وړاندې  د باور رای ترلاسه کړي . 

نوې کابینه به  دوه ورځې وروسته  په خپلو چارو رسمآ پیل وکړي. 



اړوند خبرونه