په حقاري کې یو تن سرتیری په شهادت ورسید
د ترکیې هوايي ځواکونو د هیواد دننه او د عراق په شمال کې د پې کاکا پر خلاف په ترسره کړو هوايي عملیاتو کې ۹۸ هدفونه په کامله توګه لمنځه وړي دي
د ترکیې د حقاري ولایت د داغلي جه په سیمه کې د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې یو تن سرتیری په شهادت ورسید.
د هیواد د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې د داغلي جه په ولسوالۍ کې د عراق سره په پوله کې د کورکي په تپه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د جنګیالیو د تثبیت نه وروسته د هوايي ځواکونو په ملاتړ عملیات پیل شول. د عملیاتو پر مهال د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته وشوه چې له امله يي یو تن سرتیری په شهادت ورسید.
په عملیاتو کې ترهګر هم له منځه یوړل شول. د ترکیې وسله وال ځواکونه د هیواد دننه او د عراق په شمال کې د پې کاکا ترهګرې ډلې ته د سر د پورته کولو فرصت نه ورکوي.
د ترکیې وسله والو ځواکونو د هیواد په دننه کې د باسیان، چوقورجه، د عراق په شمال کې د زب، هارکوک، ګارا، میتینا، قندیل، هافتین، ګوانیاکورکي او یو زیات شمیر نورو سیمو کې په ترسره کړو هوايي عملیاتو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې اړوند ۹۸ پټنځایونه، د وسلو او مهماتو ډیپوګان، موضعګانې او مرکزونه له منځه یوړل.
د هیواد وسله والو ځواکونو ویلي دي چې د هیواد په دننه او بهر کې به د پې کاکا او داعش ترهګرې ډلې پر خلاف عملیاتو ته دوام وکړي.
د بله پلوه د سوریې د حلب ښار په شمال کې د داعش یو زیات شمیر پټنځایونه او مرکزونه د توپخانې د بریدونو سره له منځه وړل شوي دي.
د ترکیې لخوا په سیمه د توپخانې د بریدونو سره سم نړۍوالو ایتلافي ځواکونو هم په سیمه کې د داعش په مرکزونو هوايي بریدونه ترسره کړي چې له امله يي لږ تر لږه ۴۵ تنه داعشیان وژل شوي دي.