ترکیه په قطر کې  عسکري هډه  جوړوي.

ترکیه د منځني ختیځ پدې حساس دوران کې په قطر کې عسکري هډه جوړوي

480821
ترکیه په قطر کې  عسکري هډه  جوړوي.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو قطر ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د نوموړي هیواد د لومړي وزیر شیخ عبدالله سره  د دوه په دوه او هیتانو ترمنځه لیدنه وکړه.

د لیدنې نه وروسته  د دواړو هیوادونو ترمنځه  په قطر کې د ترکیې لخوا د عسکري هډې د جوړولو اړوند  تړون لاسلیک شو.

لومړي وزیر داوود اوغلو د تړون د لاسلیک نه وروسته وویل چې  ترکیه به هیڅوخت خپل دوستان یواځې پرینږدي. همداشان  هغه  د قطر لخوا په ترکیې  د پوره اعتماد او باور له امله مننه وکړه.

د ویلو ده چې  په منځني ختیځ کې  پداسې یو حساس  وخت کې  په قطر کې  د ترکیې لخوا د عسکري هډې  جوړول  ځانګړې اهمیت لري.

همداشان  د ترهګرۍ پر وړاندې نړۍواله مبارزه، د سیمې په هیوادونو کې موجوده سیاسي ناڅرګندي  او ګډې امنیتي ستونزې  په قطر کې د ترکیې د عسکري هډې اهمیت څو برابره  ډیروي.

د ویلو ده چې ترکیه دم ګړۍ په قطر کې څه باندې  ۳۰۰ تنه سرتیري لري. همداشان د عسکري هډې  د جوړولو د چارو د پایته رسیدو سره به د سرتیرو شمیره  د زرو تنو ته  لوړه کړی شي.

ترکیه به پدې عسکري هډه کې  د هوايي او سمندري ځواکونو سربیره  ځانګړې ځواکونه او روزونکي  ځای په ځای کړي.

همداشان  ترکیه به په قطر کې د عسکري هډې نه  د روزنې  او ګډو تطبیقاتو په برخه کې استفاده وکړي.

ددې هډې د جوړیدو سره به ترکیه  په نړۍ کې دویم  هیواد شي چې په قطر کې د امریکا نه وروسته تر ټولو  لویه عسکري هډه خاوند کیږي.

د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په قطر کې د لیدونو کتنو په چوکاټ کې  د میشتو ترکي ځواکونو نه لیدنه وکړه او وروسته د قطر په پوهنتون کې  د زده کوونکو پوښتنې ځواب کړې.

لومړي وزیر داوود اوغلو په قطر کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر خالد مشعل سربیره د سوریې د مخالفیو د مذاکرې د هیت د مشر ریاض حجاب سره هم  ولیدل.


پيوندونه: #ترکیه , #قطر , #عسکري هډه

اړوند خبرونه