د نظامي موټرو پر كاروان بمي بريد
د تركيې د مانيسا د ولايت په مربوطاتو كې د نظامي موټرو د كاروان د تېرېدو پر مهال چاودنه وشوه.
480301
د تركيې د مانيسا د ولايت په مربوطاتو كې د نظامي موټرو د كاروان د تېرېدو پر مهال چاودنه وشوه.
دا چاودنه د سرك پر غاړه د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو موادو د چاودنې په پايله كې رامنځته شوې ده.
د لومړنيو معلوماتو له مخې په پېښه كې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې خو د كاروان موټرو ته زيان رسېدلى دى.
امنيتي ځواكونو د پېښې په تړاو درې تنه نيولي دي.