روسیې په کریمیا کې د تاتارانو د ملي مجلس په فعالیت بندیز ولګو
ترکیې د روسیې د محکمې لخوا په کریمیا کې د تاتار ترکانو مجلس د تندلارو سازمانونو په لست کې د شاملولو او په فعالیت ورته د بندیز لګولو حکم په کلکه توګه وغنده.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په کریمیا کې د تاتار ترکانو مجلس چې د تاتار ترکانو د ازادې ارادې استازیتوب کوي او د ډیموکراتیکو لارو څخه انتخاب شوی دی د تاتارانو لپاره د پریکړو مشروع مجلس دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د روسیې لخوا په نامشروع ډول د کریمیا د اشغال او الحاق نه وروسته په تاتار ترکانو د روانو بریدونو او ظلمونو په لړ کې ددوی د مجلس په فعالیتونو بندیز لګول ددې بریدونو او ظلمونو وروستۍ کړۍ ده. روسیه د تاتارانو د یووالي او اتحاد پر خلاف اقداماتو ته دوام ورکوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د روسیې محکمې ددې پریکړه سره په سیمه کې د تاتارانو د ډارولو، د هغوې د حقونو د سلبولو او پر هغوې ددې ډول ظلمونو سره د تسلیمۍ په خاطر د روانو سیاستونو په لاره کې یو بل ګام دی. دا پریکړه په سیمه کې هم د کریمیا د تاتارانو پر خلاف یو سیستماتیک فشار دی او هم په سیمه کې د نورو ټولنونو نه د هغوې ازادي او مشروع حقونو اخیستل دي. ترکیه د روسیې د محکمې دا پریکړه په کلکه توګه غندي او د کریمیا د تاتارانو د مشروع مبارزې او پر دوې د روانو فشارونو د لمنځه وړو په خاطر د روانو ټولو هلو ځلو نه ملاتړ کوي.