د تركيې په ختيځ كې د يو سرتيري شهادت
د تركيې په ختيځ كې د ماردين د ولايت د نصيبين د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د ځاى پر ځاى شوو چاوېدونكو موادو د چادودنې په پايله كې يو سرتېرى شهيد او ۶ تنه نور ټپيان شول.
د تركيې په ختيځ كې د ماردين د ولايت د نصيبين د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د ځاى پر ځاى شوو چاوېدونكو موادو د چادودنې په پايله كې يو سرتېرى شهيد او ۶ تنه نور ټپيان شول. دا پېښه د پې كا كا د جدايي غوښتونكې ترهګرې ډلې د غړو پر وړاندې د تصفيوي عملياتو پر مهال رامنځته شوه.
د ترهګرو پر وړاندې د `` پسرلي د پاكۍ`` په نامه د عملياتو په ترڅ كې د تركيې په خيتځو او سوېل ختيځو سيمو كې تصفيوي عمليات روان دي.
تر اوسه پورې د روانو عملياتو په ترڅ كې په بېلابېلو ولاياتو كې ۲۱ ترهګر وژل شوي دي.
د بله پلوه د شرناك د ولايت په مربوطاتو كې په غرنيو سيمو كې د ترهګرو يو پټنځاى د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغى. دا پټنځاى چې د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي سره په يوې سمڅه كې جوړ شوى دى د ترهګرې ډلې اكمالاتي مركز بلل كېده. په پټنځاى كې يو زيات شمېر ولسې او مهمات او خوراكي مواد لاس ته راغلي دي.