د ناټو مشر ترکیې ته راغې
د ناټو مشر د وارسا د سرمشریزې په تیارو د خبرو کولو په خاطر ترکیې ته راغې
د ناټو عمومي مشر ینس ستولتنبرګ د جولای په ۸ مه نيټه په وارسا کې جوړیدونکي د ناټو د سرمشریزې د تیاریو په مسلې د خبرو کولو په خاطر ترکیې ته راغی.
ینس ستولتنبرګ پرون شپه د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو سره د چانکایا په مانۍ کې لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې د وارسا د سرمشریزې د تیاریو د مسلې سربیره د ترکیې په سویل ختیځو ولایتونو کې په روانو عسکري عملیات او د پولو د امنیت په مسلو هم خبرې وشوې.
پدې لیدنه کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په روانې مبارزې او په سوریه او عراق کې په رامنځته شوو وروستیو پرمختګونو هم خبرې وشوې.
د ناټو مشر د ایژې په سمندر کې د انسانانو د قاچاق د مسلې نه هم یادونه وکړه او پدې اړه د جدي تدابیرو نیولو غوښتنه وکړه.
د ناټو مشر ستولتنبرګ به نن د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا حضور ته ومنل شي.
پدې لیدنه کې به هم د وارسا د سرمشریزې د تیاریو د مسلې سربیره د ترکیې په اړه د ناټو په امنیتي تدابیرو هم خبرې وشي.
په لیدنه کې به په سوریه او عراق کې په وروستیو پرمختګونو، د داعش پر خلاف په مبارزې، منځني ختیځ، منځني افریقا او په ایژې سمندر کې د ناټو په فعالیتونو هم خبرې وشي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل