په عراق کې په ترکي سرتیرو برید کوونکي داعشیان ووژل شول

ترکي ځواکونو د عراق په شمال کې داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ

474386
په عراق کې په ترکي سرتیرو برید کوونکي داعشیان ووژل شول

په عراق کې په ترکي سرتیرو برید کوونکي داعشیان له منځه یوړل شول.

داعش ترهګرې ډلې د عراق په شمال کې د بیشیکا په سیمه کې په ترکي ځواکونو د کورنت ډوله ضد ټانک توغندیو سره بریدونه وکړل.

د ضد ټانک توغندیو نه یو هم د ترکي ځواکونو په یو ټانک ولګید چې د ټانک د ځانګړي دفاعي سیستم له امله ټانک او پروسونل ته زیان ندی اوښتی.

ویل کیږي په ټانک کې موجود دفاعي سیستم د توغندي مخه ونیوله. همداشان ددې پیښې نه وروسته نوموړي ټانک د خپل ځای په بدلولو سره د داعش په موضع ګانو بریدونه پيل کړل.

. د ترکي ځواکونو لخوا د داعش په سیمو د بریدونو د پیلولو نه وروسته داعشیانو غوښتل چې د سیمې نه د ۷ موټرو او ۴ موټر سایکلو سره وتښتې خو د تیښتې فرصت يي ترلاسه نکړ. په سیمه د بریدونو سره ټول داعشیان او د هغوې موټرې له منځه یوړل شوې.

په نوموړو بریدونو کې ۳۲ تنه داعشیان له منځه یوړل شول.


پيوندونه: #ترکیه , #داعش , #عراق

اړوند خبرونه